۸صبح،جوزجان: په جوزجان کې د طالبانو امنیتي مسوولان د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د زوم له خوا د یو سړي د وژل کېدو خبر ورکوي.
د جوزجان د طالبانو امنيې قوماندانۍ وياند عبدالستار حليمي جمعه د چنګاښ پر ۲۹مه، ویلي چې دا کس محمدرسول نومېده او تېره ورځ د درزاب ولسوالۍ په مغل کلي کې د چړې او تبر په ګوزارونو وژل شوی دی.
د هغه په وينا، د وژنې تورن کس د طالبانو له خوا نيول شوى دى.
حليمي زياتوي چې تر اوسه د وژنې انګېزه نه ده څرګنده او په تړاو يې پلټنې روانې دي.
بل خوا، د درزاب ولسوالۍ سيمهييزې سرچينې د دغې وژنې انګيزه کورنۍ شخړه بولي او وايي چې دغو دوو کسانو له دې مخکې هم له يو بل سره لفظي شخړه کړې وه.
د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د وژنو او تاوتريخوالي د پام وړ پېښو راپورونه ورکول کېږي.
د روانې اوونۍ دوشنبه په فاریاب کې یو ځوان د خپل ملګري له خوا ووژل شو.





