۸صبح، بدخشان: ځايي سرچینې وايي چې انسانتښتوونکو د بدخشان ولایت یو ۲۰ کلن ځوان له کابل څخه تښتولی دی.
سرچینو چهارشنبه د سلواغې پر ۱۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا ځوان مولاداد حکیمي نومېږي او د بدخشان د شغنان ولسوالۍ د «بهشاور خاور» کلي اوسېدونکی دی.
د سرچینو په وینا، حکیمي په کابل ښار کې ژوند کاوه.
سرچینې زیاتوي چې دا ځوان شاوخوا ۲۱ ورځې مخکې د کابل ښار له «قلعه وزیراباد» سیمې څخه تښتول شوی دی.
سرچیني وايي چې انسانتښتوونکو د ایران او پاکستان له پولې څخه د دغه ځوان له کورنۍ سره اړیکه نیولې او د هغه د خوشې کولو په بدل کې یې د شاوخوا پنځه زره امریکایي ډالر غوښتنه کړې ده.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د یاد ځوان کورنۍ بېوزله ده او د دومره پیسو د ورکړې وس نهلري.
طالبانو تراوسه په دې تړاو څه ویلي نهدي.
د طالبانو د امنیت ټينګښت ادعاوو سربېره، په هېواد کې انسانتښتونې او جنایي پېښې ډېرې شوي دي.





