۸صبح، خوست: سیمهییزې سرچینې وايي چې په خوست کې د یوې کورنۍ د وژل شویو غړو ترمنځ یوه مېرمن امېندواره وه او په نس کې یې درې ماشومان لرل.
سرچینو چهارشنبه د سلواغې پر ۱۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د دې مېرمنې ماشومان شاوخوا پنځه ورځې وروسته زېږېدل.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ په «بوخانه» کلي کې ناڅرګندو وسلهوالو د یوې کورنۍ ۱۰ غړي په ډزو وژلي وو.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، له یو ماشوم پرته د دې کورنۍ ټول غړي وژل شوي دي.
له دې مخکې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و چې په قربانیانو کې درې ښځې هم شاملې وې.
بلخوا، سرچینې وایي چې دې کورنۍ له پکتیا ولایت څخه د خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ ته کډه کړې وه.
ورته مهال، طالبانو یو کس په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور نیولی دی.
سرچینو زیاته کړې چې دې کورنۍ شخصي دښمني لرله.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جنایي پېښو ګراف لوړ شوی دی.





