۸صبح، فاریاب: د فاریاب طالب سیمهییز مسوولان په دغه ولایت کې د خاوند او مېرمنې د وژل کېدو خبر ورکوي.
د فاریاب لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمسالله محمدي وايي چې یوه ښځه او خاوند شنبه د مرغومې پر لومړۍ نېټه د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ په رحمتاباد بیشبله کلي کې په ډزو وژل شوي دي.
هغه زياته کړې د زيارتګاه اصلي اوسېدونکې ٢٥ کلنه حليمه او خاوند یې عبدالله چې دواړه د قيصار ولسوالۍ د بورغن کلي اصلي اوسېدونکي وو، د دغې ولسوالۍ په رحمتاباد بیشبله کلي کې یې ژوند کاوه.
هغه څرګنده کړې چې قاتل معاذالله نومېږي او د زيارتګاه کلي اوسېدونکی دی.
محمدي ویلي چې تورن له پېښې وروسته تېښتدلی و، خو د طالبانو د پلټنو په ترڅ کې نیول شوی دی.
د دې پېښې لامل روښانه نه دی.
په هېواد کې د جنايي پېښو زياتوالي د هېوادوالو اندېښنې راپارولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو اتو ورځو پرمهال په فاریاب کې د وژنې شپږمه پېښه ثبت شوې ده.





