۸صبح، کابل: د کندهار سیمهییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو ۵۰ کلن سړی تر لفظي شخړې وروسته په ډزو وژل شوی دی.
سرچينې دوشنبه د چنګاښ پر ۲۵مه، ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا سړى پرون ماښام د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې وژل شوى دى.
سرچینې د دې کس نوم «رنګین» ښودلی دی.
د دې شخړې لامل نه دی په ډاګه شوی.
په کندهار کې طالبانو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په ننګرهار ولایت کې یو ځوان د خپل تره زوی له خوا ووژل شو.





