۸صبح ننګرهار: د ننګرهار سیمهییزې سرچینې وايي چې یو کس خپله ورېندار د نکاح نهکولو له کبله په ډزو وژلې ده.
سرچینو شنبه د لیندۍ پر ۲۴مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه تېره جمعه د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په «قلعه خیالي» سیمه کې را منځته شوې ده.
سرچینو ویلي چې د وژل شوې مېرمن خاوند څو کاله مخکې مړ شوی و.
سرچینو زیاته کړې چې د دې ښځې لېور غوښتل له هغې سره جبري نکاح وکړي چې د هغې له انکار وروسته یې په ډزو وژلې ده.
د ننګرهار طالب سیمهییزو مسوولانو هم دا پېښه منلې ده.
د ننګرهار د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند، طیب حماد ویلي چې د دغې ډلې جنګیالیو د وژل شوې مېرمن قاتل نیولی دی.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې جنايي پېښې په بېساري ډول ډېرې شوې دي.
هېوادوال، طالبان په دې برخه کې پر بې کفايتۍ تورنوي.





