• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ښوونځي د وخت خاطره

دینا طاهري دینا طاهري
۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790164903]
Pexels + AFP

Pexels + AFP

شپږ کاله مخکې ما او حمیرا د ښوونځي د تفریح په ساعت کې کیسې او د خپلو موخو او ارمانونو په اړه خبرې کولې. حمیرا ویل: «دیانا، پوهېږې؟ پلار مې ډېر وخت مخکې، هغه مهال چې زه لا کوچنۍ وم، وفات شو. هغه مو د کورنۍ یوازینی سرپرست او مهربان ملاتړی و. وروسته مې مور تل ناروغه وي. که څه هم زه او خویندې مې یې پالنه په مینه کوو، خو بیا هم پر موږ لعنت وایي او وايي: کاشکې تاسې نجونې مې هېڅکله نه وای زېږولې؛ ځکه داسې احساس کوي چې لوڼې یې یوازې اضافي بار دی. هر وار چې کور ته د مرکې څوک راشي، مور مې پر ما او خویندو فشار راوړي چې د واده وړاندیز ومنو. خو زه نه غواړم واده وکړم. غواړم ښوونځی بشپړ کړم، په هغه پوهنځي کې چې مینه ورسره لرم، بریالۍ شم، بې له کوم خنډه پوهنتون ته لاړه شم او پرمختګ وکړم.»

د هغې دا ښکلې موخه د اقتصادي فشارونو په تل کې رامنځته شوې وه؛ هغې غوښتل د ځان، خویندو او مور سرپرسته او ملاتړې اوسي.

ژوره ساه مې واخیسته او ومې ویل: «هو، زه، ته او نورې نجونې به د ښوونځي له پای ته رسولو او پوهنتون ته له تګ وروسته دندې ولرو او د کورنیو خپلواکې ښځې به شو.»

کله به مې چې حمیرا ته کتل، حېرانېدم چې په ظاهر کې خوشاله او ارامه نجلۍ په خپل ذهن کې دومره ستر ارمانونه او لویې موخې لري. د هغې د کیسې په اورېدو پوه شوم چې نورې ټولګیوالې مې هم د حمیرا په څېر، د ویلو کیسې لري.

ما هم خپله کیسه ورته وکړه او ومې ویل چې زما بیا له هغې توپیر لري: «زه د خپلې کورنۍ په ملاتړ ښوونځي ته راځم او زده‌کړې کوم. مور مې نالوستې ده؛ ځکه د کلي دودونو او رواجونو هغې ته د زده‌کړې اجازه نه وه ورکړې. د کلي نورو نجونو هم زده‌کړو ته لاسرسی نه درلود. خو هلکان هم ښوونځي ته تلل او هم یې دیني زده‌کړې کولې. له نېکه مرغه، پلار مې قرآن کریم د کلي له «شیخ منبر» څخه زده کړی و؛ خو د نجونو لپاره د زده‌کړو او ان د قرآن کریم د زده کولو حق د شرم خبره ګڼل کېده.

مور او پلار مې واده وکړ او د دوه اولادونه یې وشول: زه او ورور مې رحمت. کورنۍ مې پرېکړه وکړه چې د خپلو اولادونو د غوره راتلونکې د جوړولو لپاره له کلي کابل ته راشي؛ ځکه اورېدلې یې و چې په کابل کې د نجونو لپاره د زده‌کړو فرصتونه شته. هغوی هیله لرله چې لور یې دیانا به ښوونځي او پوهنتون ته لاړه شي او د خپلې مور په څېر به د زده‌کړو له حقه بې برخې نه شي.

زه، دیانا د کورنۍ لومړنۍ نجلۍ یم چې ښوونځي ته تللې. پلار او مور مې ښوونځي ته په استولو، دود مات کړ. هغوی د ټولنې او خپلو خپلوانو د دودونو خلاف کار وکړ او زما د راتلونکې لپاره د کلیوالو دودونو پر وړاندې ودرېدل؛ په دې هیله چې ازاده او پوهه نجلۍ اوسم.»

حمیرا زما د کیسې په غبرګون کې وویل: «موږ ګډې موخې لرو، خو د ژوند کیسې مو توپیر لري.»

ما او حمیرا به د تفریح په ساعتونو کې د خپلو خیالونو او ارمانونو په اړه خبرې کولې. ما به ویل: «سترګې دې پټې کړه او د هغې راتلونکې په اړه یو انځور جوړ کړه چې ته یې خپله غواړې؛ داسې یوه هیله انځور کړه چې له سلګونو خنډونو او ستونزو تر تېرېدو وروسته، په پیاوړې او ځواکمنې ښځې اوښتې یې، د خپلې مور د زړه ډاډ ګرځېدلې یې او د خپلو خویندو لپاره بېلګه او ملاتړې شوې یې. نور به حمیرا مجبوره نه وي چې د خلکو د خبرو او قضاوتونو له امله جبري واده ته غاړه کېږدي؛ هغه به په خپله خوښه ژوند کوي.»

موږ به خپلې سترګې پټې کړې او د همدغو خیالونو پر بنسټ به مو راتلونکی انځوراوه؛ خو دا ارمان ما او حمیرا ته په داسې خوب بدل شو چې لاسرسی ورته ناشونی دی. اوس د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې او داسې نه برېښي چې له پوهنتونه به فارغې شو. موږ یوازې نه و؛ بلکې د دغه هېواد څو میلیونه نجونو هم خپل ټول ارمانونه ښوونځي او پوهنتون ته له تګ سره تړلي دي.

د ښوونځي له تړل کېدو وروسته مې بیا حمیرا ونه لیده. د پنځو کالو په اوږدو کې به کله کله له خپلو ټولګیوالو سره مخ کېدم چې ډېری یې تر اتلس کلنۍ مخکې واده شوې او اولادونه یې لرل. زما ټولګیواله، امنې په شپاړس کلنۍ کې واده وکړ او یو کال وروسته یې یو زوی وشو. سکینې او زما ډېرو نورو ټولګیوالو هم په کم عمر کې د کورنیو په خوښه او د هغوی د عزت ساتلو په موخه واده کړی دی.

نور د هغه ټولګي او هغو نجونو په زړونو کې هیلې مړاوې شوې دي. ډېرې کمې نجونې له زده‌کړو او خپلو ارمانونو لاس په سر نه شوې؛ خو د نورو د هیلو کړکۍ، لکه د ښوونځي دروازه، همداسې تړلې پاتې شوې او هغوی له سبا ناهیلي شوې.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.