۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې سیمهیېزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د یاوان ولسوالۍ د اوسېدونکو په مالي مرسته د یوه منځني ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
سرچینو سهشنبه د وږي پر ۲۴مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د دغه ښوونځي د جوړېدو لګښت دوه میلیونه افغانۍ اټکل شوی او یاد لګښت د یاوان ولسوالۍ اوسېدونکي ورکوي.
د سرچینو په خبره، دغه ښوونځی به اته درسي ټولګۍ او اداري خونې ولري.
سرچینې زیاتوي چې د یاوان اوسېدونکو تر دې وړاندې هم د دې ولسوالۍ په آبزمچ، شنگان، قطاربید او یو شمېر نورو کلیو کې د شخصي لګښتونو په ورکولو سره څو لومړني او منځني ښوونځي جوړ کړي دي.





