۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د طالب مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي چې دا محکمه په رسمیت نه پېژني.
مجاهد دوشنبه د تلې پر ۱۳مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د طالب مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې حکم ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
نوموړي ویلي چې د طالبانو مشرانو داسې څه نه دي کړي چې د کومې محکمې له خوا د نیول کېدو یا مجازاتو مستحق وګرځي.
مجاهد زیاته کړې: «موږ د اسلامي شریعت د حکمونو او محکمو تابع یو نه د استخباراتي نهادونو او تش په نوم محکمو.»
هغه له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د ځان د حیثیت ساتلو لپاره له خپل واک او صلاحیت څخه پورته ادعاوې ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې د دغې محکمې د څارنوالۍ په غوښتنه په ۲۰۲۵ کال کې د طالب چارواکو د نیولو حکمونه له محرمانه حالته ایستلي دي.





