• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د یوې قابلې نیمګړی ارمان

بنفشه ن. بنفشه ن.
۱۱ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1785678140]
AI

AI

ما تل هیله لرله چې د یوې قابلې سپینې جامې په تن کړم او هغو ښځو ته خدمت وکړم چې له نورو ډېر مرستې ته اړتیا لري. د قابلګۍ د غوره کولو لپاره مې ډېر دلایل لرل؛ د پلار او مور مالي ملاتړ، مالي خپلواکي او تر ټولو مهمه دا چې د خلکو، په ځانګړې توګه د کړاو ځپلو ښځو او نجونو خدمت.

له ماشومتوبه مې یوه ډاکټره پېژندله چې کله به ناروغه شوم، هغې ته به ورتلم. هر وار به مې چې هغه په سپینه چپنه کې د ناروغانو ترڅنګ لیدله، په زړه کې به مې دا ارمان راټوکېده چې یوه ورځ زه هم د هغې په څېر شم؛ انسانانو ته خدمت وکړم او د هغوی د دردونو مرهم شم. تل مې داسې تصور کاوه چې سهار وختي له خوبه پاڅم، د کار جامې واغوندم او په شوق خپلې دندې ته لاړه شم. یوه خوږه هیله مې دا وه چې یو څوک راته ووايي: «بنفشې، چېرته ځې؟» او زه په ویاړ ځواب ورکړم: «دندې ته روانه یم.»

غوښتل مې ناروغان راباندې باور وکړي، د هغوی خبرو ته غوږ ونیسم، دردونه یې وپېژنم او د درملنې او ارام لپاره یې هڅه وکړم. تل مې په ذهن کې دا تصور کاوه چې ناروغه راته «قابله بنفشه» غږ کړي او زه په موسکا ځواب ورکړم: «مهرباني، ووایه.» همدا ارمان و چې زه یې قابلګۍ ته وهڅولم.

سره له دې چې د یوې بېوزلې کورنۍ غړې وم او یوازې مې پلار د لږ عاید له لارې د کورنۍ د ټولو غړو د ژوند لګښتونه برابرول، خو مور او پلار مې په زرګونو ستونزو او قربانیو راته د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې د زده کړو زمینه برابره کړه. هغوی زما د راتلونکي لپاره له خپلو ډېرو اړتیاوو تېر شول، څو زه وکولی شم زده کړې وکړم او یوه ورځ پر خپلو پښو ودرېږم.

خو دغه ارمان ته د رسېدو لار هېڅکله هم اسانه نه وه. په دې لار کې مې زرګونه ستونزې او ننګونې وزغملې. لومړنۍ ننګونه اقتصادي ستونزه وه. زموږ د کورنۍ لپاره د پوهنتون د فیس ورکول ډېر سخت و. ډېر وارې به مې مور او پلار په پور او سپما د زده کړو لګښت برابراوه. له دغو ټولو ستونزو سربېره، مې په پوره لېوالتیا زده کړې کولې او هیله مې لرله چې یوه ورځ به د خپلې کورنۍ ټول زحمتونه جبران کړم.

د زده کړو په منځ کې مې جمهوریت وپرځېد او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره مو ژوند هم په بشپړه توګه بدل شو. اوس، د اقتصادي ستونزو تر څنګ، د نجونو پر ژوند او زده کړو پراخ محدودیتونه هم ولګېدل. هره ورځ به په ویره او اندېښنې پوهنتون ته تلم، بې له دې چې ډاډه واوسم ایا د زده کړو د دوام اجازه به راکړل شي که نه. په دې موده کې څو وارې له مستقیمو او غیرمستقیمو ګواښونو سره مخ شوم څو له زده‌کړو لاس په سر شم. د پوهنتون فضا هم نور د پخوا په څېر نه وه. د طالبانو د بېلابېلو ادارو اړوند کسان به پوهنتون ته راتلل او هر څه به یې څارل. د درسي موادو له محتوا نیولې، د محصلانو تر جامو او چلند پورې به یې هر څه ارزول. د دغو پلټنو ترڅنګ به یې بیا بیا راته ویل چې د نجونو زده کړې یې له نظره مشروع نه دي. هره ورځ به مو دغو خبرو هیلې لا کمزورې کولې او راتلونکی به یې لا پسې تیاره کاوه.

د نظري زده کړو له پای ته رسېدو وروسته، نورې ستونزې پیل شوې. د ستاژ د تېرولو لپاره، ډېرو روغتونونو نه غوښتل چې د ستاژرانو په توګه مو ومني، ځکه وېره یې لرله چې د نجونو منل به ورته امنیتي او اداري ستونزې او پایلې رامنځته کړي. ان کله چې ځینو روغتونونو په نه زړه ومنلو، حضور مو تل له اندېښنو او محدودیتونو سره مل و. له دغو ستونزو سربېره، په پای کې وتوانېدو چې د زرګونو کړاوونو په زغملو خپلې زده کړې او ستاژ بشپړ کړو.

خو تر ټولو لوی خنډ د لارې په وروستي پړاو کې راته په تمه و. له فراغت وروسته، له دې امله چې نجونې د قابلګۍ اېګزېټ په ازموینه کې له ګډونه منع شوې وې، ونه توانېدم دا ازموینه ورکړم او په پایله کې د فراغت له سند او د کار له قانوني جواز څخه بې‌برخې شوم. د کلونو هڅو، ویښو شپو، د سختیو په زغملو او د کورنۍ قرباني، ټول په یوه شېبه کې په اوبو لاهو شوه.

پوه شوم چې ټول خوبونه مې په یو وار ونړېدل. لنډه موده وتوانېدم چې په ځینو ادارو کې کار وکړم، خو د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو له زیاتېدو وروسته هغه بنسټونه هم یو په بل پسې وځنډېدل یا یې فعالیتونه ودرېدل. په هغه عمر کې چې باید د کار لومړنۍ تجربه مې لیدلې وای، مجبوره شوم بېرته کور ته ستنه شم؛ هغه کور ته چې نور راته د ارام ځای نه، بلکې په چوپ زندان بدل شوی و.

ونه توانېدم له مور او پلار سره مې مرسته وکړم، نه هغه مالي خپلواکۍ ته ورسېدم چې کلونه مې ورته هڅې کړې وې او نه خپل هغه لوی ارمان ته چې موخه مې افغان ښځو ته خدمت و.

نن، له کلونو زده کړو، هڅو او بې‌شمېره کړاوونو له زغملو وروسته، یوازینی څه چې راته پاتې دي، حسرت دی؛ د هغې ورځې ارمان چې هېڅکله مې ونه لیده، هغه ورځ چې څوک راته «قابله بنفشه» غږ کړي. نن مې ژوند د هغه زنداني ژوند ته ورته شوی چې په عمري بند محکوم وي؛ داسې بندي چې نه د ازادۍ هیله لري، نه د راتلونکي کومه رڼا ویني او نه هم د یوه باعزته او باکرامته ژوند لرلو فرصت.

زما کیسه یوازې د یوه کس کیسه نه ده؛ دا د زرګونو افغان نجونو کیسه ده چې کلونه یې د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره زده کړې وکړې، خو د لارې په وروستي پړاو کې یې خوبونه د هغو سیاستونو قرباني شول چې د زده کړو حق، د کار حق او ان د هیلې حق یې ترې واخیست. نن افغانستان نه یوازې زرګونه نجونې له خپلې راتلونکي بې‌برخې کړې، بلکې د هېواد روغتیايي نظام یې هم له زرګونو قابلو، ډاکټرانو، نرسانو او ښځینه متخصصینو محروم کړی دی؛ هغو ښځو چې تر بل هر مهاله، په ځانګړې توګه په اوسنیو شرایطو کې د میندو او ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره یې شتون خورا اړین دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]
له سیوري تر غږه؛ د هڅې او درېدو کیسه
د ښځې غږ

له سیوري تر غږه؛ د هڅې او درېدو کیسه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792683048]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.