۸صبح، کابل: د ایران د کرنې وزیر غلامرضا نوري قزلجه ویلي چې هېواد یې له طالبانو سره د کرنې په برخه کې د پانګونې او روزنې همکارۍ ته چمتو دی.
ایرنا خبري اژانس یکشنبه د لړم پر ۲۴مه راپور ورکړی چې نوري قزلجه دا څرګندونې د طالبانو له مالیې وزیر مولوي محمدناصر اخوند سره په لیدنه کې کړې دي.
د ایران د کرنې وزیر ویلي چې د دغه هېواد ځينې شرکتونه په افغانستان کې د تولیدي فعالیتونو په پراختیا کې پانګونې ته چمتو دي.
نوري قزلجه زیاته کړې چې د طالبانو او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په کال کې دوو میلیاردو او ۷۰۰ میلیونو ډالرو پورې رسېږي چې شاوخوا یو پر څلورمه برخه یې کرنیز محصولات دي.
نوموړي ویلي چې تهران چمتو دی ازادو اوبو ته د افغان سوداګرو لاسرسی برابر کړي.






