یاددښت: د ولسمشر دا مقاله د غويي میاشتې په څوارلسمه نېټه په فارن افیرز مجله کې خپره شوې. دا لیکنه د ولسمشرۍ دفتر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د ادارې له خوا په دري ژباړل شوې ده.
د روان زېږدیز کال له سپتمبر میاشتې له افغانستانه د پاتې ۲۵۰۰ امریکايي پوځیانو د وتلو په هکله د جوبایډن پرېکړه د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو لپاره مهمه بلل کېږي. افغان حکومت دغې پرېکړې ته درناوی کوي او هغه د حکومت، افغانانو، طالبانو او سیمې لپاره فرصت او په عین حال کې خطر ګڼي.
زما لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټاکل شوي زعیم په توګه، د سولې پر ژمنې د ټینګار او د هغې لپاره د لازیاتو هڅو په موخه یو بل فرصت دی. د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ میاشت کې مې له شرط پرته طالبانو ته د سولې خبرو اترو وړاندیز وکړ او له هغې وروسته د هماغه کال په جون میاشت کې د (افغان حکومت او طالبانو) ترمنځ درې ورځنی اوربند ټینګ شو. په ۲۰۱۹ کال کې د سولې مشورتي لویې جرګې افغان حکومت ته دا دنده وسپارله چې له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي او ددغې جرګې له جوړېدو وروسته په دوو کلونو کې، حکومت د یوې سیاسي هوکړې لپاره چې د اساسي قانون او د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو د اعلامیې پر بنسټ وي د ملي اجماع په موخه هڅې وکړې. حکومت همداراز چمتو دی چې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي. په هغه صورت کې چې موخه په هېواد کې د سولې ټینګښت وي، زه چمتو یم چې د ولسمشرۍ دوره مې له وخته مخکې پای ته ورسوم.
د افغان اولس لپاره، له هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان له امریکا سره د دوامداره ګډون بل پړاو ته تلل دي. افغانستان پخوا هم د بهرنیو ځواکونو وتل تجربه کړي دي. په ۲۰۱۴ کال کې زما د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې له پیلېدو سره هم مهاله، ۱۳۰ زره امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووتل چې افغانانو ته یې دا امکان ورکړ چې د امنیتي برخې مشري په بشپړه توګه ترلاسه کړي. له هغه وخت راهیسې، د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له جمهوریته ساتنه کړې او د دوو ملي ټاکنو د ترسره کولو زمینه یې برابره کړه. زموږ حکومت او امنیتي قوا د تېرو اوو کلونو په پرتله ډېره پیاوړې شوې او موږ په بشپړه توګه چمتو یو چې د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته د خپلو خلکو خدمت او دفاع ته دوام ورکړو.
له بلې خوا، د ځواکونو دا وتل، د خپل هېواد واقعي واکمنۍ ته د رسېدو په موخه د افغانانو لپاره یو فرصت رامنځته کوي. په تېرو شلو کلونو کې، په افغانستان کې د څلوېښتو هېوادونو ځواکونه مېشت وو. په راتلونکي کې به هم د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په اړه د پوځي کړنو په هکله ټولې پرېکړې، د افغان حکومت له خوا کېږي. اوس، بې له شکه، د جګړې یعنې د یوه بهرني ځواک په وړاندې د طالبانو توجیه او پلمه کارندوالی ونه لري.
د امریکا تصمیم، طالبان او په پاکستان کې ددې ډلې ملاتړي یوه انتخاب ته اړ کړي دي. آیا هغوی به په بااعتباره همکارانو بدل شي او که به لازیاته بې نظمي او تاوتریخوالی رامنځته کړي؟ که طالبانو دوهم انتخاب یعنې بې نظمی او تاوتریخوالی غوره کړي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې په وړاندې وجنګېږي. که طالبان همداراز له مذاکرې ډډه وکړي، په واقعیت کې به په هدیره کې سوله غوره کړي.
په دغه برخلیک د اخته کېدو د مخنیوي په خاطر، باید طالبان د یوه سوله ییز افغانستان لپاره د خپل نظر په اړه مهمو پوښتنو ته ځواب ووایي؛ داسې پوښتنې چې آیا طالبان به ټاکنې ومني یا دا چې د ټولو افغانانو، نجونو، ښځو او لږکیو د حقونو د خوندیتوب لپاره به ژمنه وکړي؟ داسې ښکاري چې د سولې په یوه ناسته کې چې ټاکل شوې وه د اپریل میاشتې په وروستیو کې په استانبول کې ترسره شي د نه ګډون په اړه له پرېکړې وروسته دغو پوښتنو ته د طالبانو ځواب منفي دی. داسې ښکاري چې طالبان همداراز د واک د ترلاسه کولو لیوالتیا لري، نه سولې ته د رسېدو. یوه سیاسي هوکړه او په ټولنه او افغان حکومت کې د طالبانو ادغام یوازینۍ لاره ده. په عین حال کې توپ د طالبانو په میدان کې دی.
داسې راتلونکی چې افغانان یې غواړي
افغانان به د نویمې زېږدیزې لسیزې وحشت ته ستانه نه شي. موږ به نه یوازې د ناڅاپي سولې په تمه نه وو، بلکې د سولې د راتلو لپاره به د لازم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه ګام پورته کړو. د امریکايي ځواکونو د وتلو خطرونه په پراخه توګه په رسنیو کې منعکس شوي او په دې اړه منفي تبلیغات روان دي؛ څه چې ډېر لږ لیدل کېږي د هغو فرصتونو په هکله جدي بحثونه دي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په پایله کې رامنځته کېږي.
نړیوال همکاران او په قضیه کې ښکېل لوري او افغانان د یوه خپلواک، اسلامي، ولسواک، متحد او بې طرفه افغانستان غوښتونکي دي. افغانانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې چې د ۲۰۲۰ کال په اګست میاشت کې جوړه شوه، له دغې موخې خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ. نړیوالې ټولنې هم په پرېکنده توګه دغې موخې ته د رسېدو په اړه چې د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې د ملګروملتونو سازمان په ۲۵۱۳ ګڼې پرېکړه لیک کې یې په اړه تصویت کړ خپله غوښتنه اعلان کړه چې په پایله کې جوته شوه، نړۍ د طالبانو د امارت د راګرځېدو غوښتونکې نه ده.
که څه هم ډېر وضاحت نشته چې طالبان څه غواړي. دوی د یوه اسلامي نظام غوښتونکي دي، چې په افغانستان کې دا نظام موجود دی. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو په لار کې د بري په خاطر، دا ډله باید په جزیاتو او روښانه توګه خپلې موخې بیان کړي.
مذاکرات یوه بااعتباره او بې پرې منځګړي ته اړتیا لري. په هغه بندون سره چې تراوسه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رامنځته شوی، له هر وخته زیات د یوه منځګړي اړتیا احساسېږي. ددې رول د ادا کولو لپاره تر ټولو غوره بنسټ به د ملګروملتونو سازمان وي.
د مذاکراتو لومړۍ موضوع باید د پام وړ موخو ته رسېدل او د سراسري اوربند ټینګښت وي، چې نه یوازې افغانانو ته سوله او آرامي په برخه کړي، بلکې د سولې بهیر ته اعتبار او باور رامنځته کړي. لکه څنګه چې د سولې په مذاکراتو کې د اوربند په اړه ډېری هوکړې ترپښو لاندې شوې، پر اوربند نړیواله څارنه د اهمیت وړ ده.
وروسته، لوري باید د یوې انتقالي ادارې په اړه بحث وکړي او په دې اړه تصمیم ونیسي. که څه هم د جمهوریت جوړښت باید همداسې پاتې شي، د سولې یوه اداره باید له دې سره په یو وخت چې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره پلانونه کوي، د نظام نظم او دوام خوندي کړي. د انتقالي ادارې دوره باید لنډه وي او زرترزره ولسمشریزې، پارلماني او سیمه ییزې ټاکنې وشي چې له دې لارې د هېواد مشرتابه وټاکل شي. زه به په دغو انتخاباتو کې نوماند نه وم او د ولسمشرۍ دورې له رسمي پای ته رسېدو مخکې به واک وسپارم؛ البته په هغه صورت کې چې موخه زما د ځای ناستي ماموریت په هېواد کې د سولې راوستل وي.
دا مذاکرات به له سختو موضوع ګانو سره یو ځای وي، له هغې جملې دا چې طالبان څرنګه له پاکستان سره خپلې اړیکې چې دوی ته لوژستیکي او مالي ملاتړ برابروي، پای ته رسوي. په دغو خبرو کې همداراز باید د طالبانو او القاعدې د اوسنیو اړیکو په اړه بحث وشي چې د ملګروملتونو سازمان د ۲۰۲۰ کال په رپوټ کې په جزیاتو کې راغلي دي. له دې امله، ډېر مهم دي چې افغان حکومت او طالبان د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پرخلاف کړنو په هکله هوکړه وکړي او په هوکړه لیک کې له ترهګرۍ سره د مبارزې چوکاټ شامل وي. همداراز، دغه هوکړه لیک باید په لوړه کچه د سیمه ییزې دیپلوماسۍ له لارې دوام ولري او په هغې کې د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ګډون هرکلی وشي.
کله چې افغان دولت او طالبان هوکړې ته ورسېدل، افغانان باید په ښکاره په هېواد کې د ملي اجماع د لوړو مراجعو له لارې هغه تایید کړي؛ یعنې د لویې جرګې له لارې چې په هغې کې د افغانستان له ټولو ولایتونو د ښځو او نارینه وو په ګډون جوړه شي. طالبان په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په ټولنه کې له ګډونه بې برخې وو او لویه جرګه د دوی د مشرتابه لپاره د پام وړ فرصت دی ترڅو د خلکو له ټولو پرګنو سره اړیکه ونیسي.
د سیاسي هوکړې په اړه له مذاکراتو او د هغې له لاسلیک او تایید وروسته، ستونزمن کار چې د هوکړه لیک عملي کول دي، پیلېږي، دا بهیر د سولې جوړول دي. ځکه دایمي ته د لنډمهاله جوړښت بدلولو ته لیوالتیا موجوده ده، له دې امله د سولې دولت باید په لومړیتوب کې راولي.
په دې لړ کې، په لنډ مهاله دوره کې د انتقالي حکومت مشرتابه باید د حکومتولۍ په هکله د ستونزمنې پرېکړې یوه سلسله غوره کړي. اقتصادي پرمختګ، پوهنه، روغتیايي خدمات او د دولت نورې اساسي دندې باید له کوم خنډ پرته دوام ومومي. هر ډول خنډ به د خلکو او د افغانستان د اقتصاد لپاره خطرناکې پایلې ولري. نوی لومړیتوب لکه د جنګي بندیانو خوشي کول، په دولت، نظام او ټولنه کې د طالبانو ډلې د غړو ادغام او د هغو وګړو شکایتونو ته پاملرنه چې په تېرو دوو لسیزو کې یې خپل د کورنیو غړي او شتمني له لاسه ورکړې مطرح شي.
نوی منتخب حکومت به د سولې د ساتلو او هوکړه لیک د عملي کولو اساسي دنده پرغاړه ولري او ښايي د اساسي قانون د تعدیلاتو په هوکړه لیک کې هم مطرح شي. د اساسي قانون بهیر روښانه دی، پرته د اسلامي دولت له ځانګړنې او د وګړو اساسي حقونو څخه، نور موارد په اساسي قانون کې د تعدیل وړ دي او د هغو بدلونونو د اجرا لپاره په قانون کې رواښانه میکانیزمونه موجود دي. نوی حکومت به همداراز د کډوالو (په تېره په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو) د راستنېدو، د کورنیو بې ځایه شویو استوګن کولو او د ملي روغې جوړې موضوع ته چې تل ورته بې پامي شوې په دې اړه غور کوي. په همدې حال کې، انتقالي اوربند باید داسې وضعیت ته بدل شي چې په هغې کې دولتي بنسټونه د قوا د کارولو قانوني مشروعیت ولري. افغانستان به د سیمه ییزو جګړو د خطر د کمولو لپاره دایمي بې طرفۍ ته اړتیا ولري. د ملګروملتونو سازمان عمومي اسمبله یا د دغه سازمان امنیت شورا به د افغانستان د بې طرفۍ دریځ د رامنځته کولو لپاره په زړه پورې ځای وي.
راتلونکې لاره
عادلانه او تلپاتې سولې ته رسېدل به آن په هر ډول وضعیت کې آسانه نه وي او له بده مرغه هغه چاپېریال چې موږ پکې کار کوو، په زړه پورې وضعیت نه دی. ډېر خطرونه موجود دي چې ښايي دا بهیر ګډوډ کړي او ښايي یو ځل بیا افغانان د سولې لپاره دا فرصت له لاسه ورکړي.
د بې باورۍ او شک ذهنیت چې د رسنیو په اټکلونو سره پياوړی کېږي، ښايي ډېری افغانان د هېواد پرېښودلو ته اړ کړي او دا چاره ښايي د کډوالۍ کړکېچ د تکرار لامل شي چې په ۲۰۱۵ کال کې هم داسې وشول او هېواد یې له یو شمېر وګړو چې ورته اړتیا وه بې برخې کړی و.
بل خطر دا دی چې د لېږد په بهیر کې بې نظمي د هېواد په امنیتي برخه کې قومانده او کنټرول له ګواښ سره مخامخ کولی شي. باید د واک د لېږد لپاره یو منظم سیاسي بهیر موجود وي چې امنیتي ځواکونه له مشرۍ او لارښوونې لیرې پاتې نه شي. سربېره پر دې، ډېره مهمه ده چې امریکا او ناټو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بودیجې د ورکولو لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي. دا به په افغانستان کې د سولې د بریالي کېدو په برخه کې د نړیوالې ټولنې مهمه ونډه وي.
داخلي سیاسي خطرونه لکه دا چې سیاسي شخصیتونه د سولې پر یوه منظم بهیر هوکړه ونه کړي، موجود دي. له دې امله، موږ هڅه کوو، ډاډمن شو چې ټول ګډونه سیاسي بهیر شته او نه یوازې کورني سیاسي شخصیتونه او د ټولنې بېلابېلې پرګنې، بلکې د سیمې لوبغاړي هم پکې شامل وي چې د سولې بهیر ته زیان رسولی شي.
که څه هم د طالبانو ناسمه محاسبه د سولې په وړاندې اصلي خطر دی. طالبانو تراوسه په خپل دې اند چې ګواکي ناټو او امریکا ته ماته ورکړي باور لري. ځکه د طالبانو مشرتابه خپله پوځي برخه د سولې له ادبیاتو لیرې ساتلې، تر ټولو لوی خطر دا دی چې طالبان سیاسي هوکړې ته لیوالتیا ونه ښيي او پر ځای یې د پوځي بریدونو دوام غوره کړي.
که داسې وشي، افغان دولت او امنیتي ځواکونه چمتو دي. هماغه شان چې موږ له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو یوو، د جګړې په ډګر کې له هغوی سره مقابلې ته هم تیار یوو. په تېرو دوو کلونو کې، څه د پاسه نوي سلنه پوځي عملیات په بشپړه توګه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شوي دي. که طالبان تاوتریخوالی غوره کړي، دا به د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د سختې جګړې په مانا وي چې په پای کې به طالبان د خبرو میز ته له راستنېدو پرته بله ښه لاره ونه لري.
د پاکستان ناسمه محاسبه د سولې لپاره فرصت ګواښلی شي. هغه مثبتې نښې چې پاکستان د سیمه ییز ګډون، سولې او سوکالۍ لاره غوره کړي، د هغو ویناوو له مخې څرګندېږي چې لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په مارچ میاشت کې د اسلام آباد په امنیتي کنفرانس کې کړې وې. دا څرګندونې ښايي له افغانستان سره په اړیکو کې له ورانوونکې رغنده کړنلارې د دوی د بدلون ښودونکي وي. اوس ددې فرصت برابر شوی چې دا ډول څرګندونې عملي شي.
که دوی له طالبانو د ملاتړ لاره غوره کړي، له افغان اولس سره به د دښمنۍ په مانا وي او له هغو ډېرو اقتصادي ګټو بې برخې شي چې سوله او د سیمې په نښلولو سره به دا هېواد ترې برخمن شي. پاکستان به په یوه منزوي هېواد بدل شي، ځکه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به له هېڅ امتیاز پرته پاتې شي. د پاکستان دولت د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د عمل پروګرام ناسم محاسبه کړی و؛ خو د اسلام آباد لپاره تراوسه هم نه ده ناوخته شوې چې د یوه شریک په توګه د سولې په یوه منظم بهیر کې ونډه واخلي.
په داسې حال کې چې موږ د افغانستان د نه پېژندل شویو اوبو په لور روان یو، ما د تر ټولو اوږدې جګړې ښې پایلې ته د رسېدو لپاره خپل ټول پام اړولی، چې هغه یو خپلواک، اسلامي، ولسواک، متحد او بې طرفه افغانستان دی. دغې موخې ته د رسېدو لپاره، قربانۍ او روغې جوړې ته چمتو یم. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، داسې فرصت دی چې دغې موخې ته نږدې شو؛ خو په دې شرط چې افغانان او نړیوال همکاران مخ په وړاندې او روښانه لوري ته د تلو لپاره ژمنه وکړي او په دې لاره کې پاتې شي.





