۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشرې رباب فاطمې ویلي چې ملګري ملتونه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
فاطمې شنبه د لړم پر ۲مه، د ملګرو ملتونو د تاسیس د یو اتیايمې کلیزې په مناسبت، په یوه پیغام کې دا موضوع څرګنده کړې ده.
هغې زیاته کړې: «په افغانستان کې خپل مسووليتونه د دغه هېواد خلکو، د هغوی کلتور او بډایه میراث ته په ژور درناوي پیلوم او ژمنه کوم چې د خلکو خبرو ته به غوږ نیسم، له هغوی سره به تعامل کوم او تر څنګ به یې کار کوم.»
د یوناما مشرې ویلي چې ملګري ملتونه نږدې اته لسیزې کېږي چې د جګړو او ستونزو پر مهال، او همداراز د پرمختګ او فرصتونو په وختونو کې د افغانانو تر څنګ پاتې شوي دي.
فاطمې زیاته کړې چې د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد په خلکو پورې اړه لري او ملګري ملتونه به د یوه ژمن شریک په توګه د افغانانو تر څنګ پاتې شي، څو هغوی خپل راتلونکی په خپله جوړ کړي.





