طالبان د دې ډلې له جوړېدو راهیسې تر اوسه پرلپسې د ډلهیېزو وژنو، د بشریت پر وړاندې جنایتونو او د مخالفانو پر ځورولو تورن شوي دي. دغې ډلې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې هم، سره له دې چې د عمومي بښنې ادعا یې کړې، خپل مخالفان یې په ډلهییزو توګه او د لاسونو تر تړلو وروسته په ډزو وژلي دي.
په یوه تازه پېښه کې، د طالبانو یوه غړي له یوه بریتانوي سیلاني سره په خبرو کې منلې چې په پنجشېر کې یې په یوازې ځان ۱۴ کسان وژلي دي.
په هغې ویډیو کې چې دغه بریتانوي سیلاني په خپل یوټیوب چینل کې خپره کړې، ژباړن وايي چې د طالبانو دغه غړي یاد کسان د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د غړیتوب په تور وژلي؛ خو د طالبانو دا جنګیالی په ښکاره د مقاومت جبهې نوم نه اخلي.
یو شمېر کاروونکو او سیاسي او فرهنګي څېرو د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا څرګندونې د طالبانو له لوري د جګړهییزو جنایتونو او د مخالفانو د وژلو ښکاره نښه ده. هغوی دا څرګندونې د طالبانو د جنایتونو «یوازې یوه کوچنۍ برخه» بللې او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې د بشریت پر ضد د جنایتونو په کتار کې راځي.
بریتانوي سیلاني او د انلاین محتوا جوړوونکي ویل بیلي دوشنبه تلې پر ۶مه، افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر ویډیو «د نړۍ په تر ټولو خطرناک هېواد کې څلور ورځې» تر سرلیک لاندې په خپل یوټیوب چینل کې خپره کړې ده. د دغې ویډیو په وروستۍ برخه کې نوموړی د طالبانو له یوه غړي سره خبرې کوي. دا طالب په ویاړ په پنجشېر کې د ۱۴ کسانو د وژلو یادونه کوي او په ضمني ډول وايي چې د غیرمسلمانانو وژل ورته «د یوه چرګ د وژلو په اندازه» اسانه دي.
په ویډیو کې لیدل کېږي چې بیلي د طالبانو له غړو سره د افغانستان څو ولایتونو ته سفر کوي، په کلاشینکوف ډزې کوي او د طالبانو د تلاشۍ په پوستو کې د جګړې، وسلو، شخصي ژوند، واده او د ښځو په اړه خبرې کوي.
دا طالب له بیلي سره په خبرو کې وايي، له ښوونځي نه تر فراغت وروسته په ننګرهار کې له یوې دیني مدرسې سره یو ځای شوی او وايي چی هلته یې پوځي او جهادي زدهکړې کړې دي. هغه همداراز وايي چې په کونړ کې یې د داعش له غړو سره جګړه کړې او له داعش سره جګړه یې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې تر جګړې ډېره سخته بللی. د نوموړي په خبره، د داعش غړي د خپلې عقیدې پر بنسټ جګړه کوي، خو امریکايي ځواکونه د معاش او بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره جنګېږي.
دغه طالب وايي چې د مسلمانانو او هغو کسانو ترمنځ چې د ده په باور اسلام نه مني، د وژلو له پلوه توپیر شته. هغه د همدې موضوع په اړه وايي چې د غیرمسلمانانو وژل ورته د یوه چرګ د وژلو په اندازه اسانه دي.
کله چې بریتانوي سیلانی له دغه طالب څخه پوښتي چې تر اوسه یې یوازې خپله څو کسان وژلي، هغه په ځواب کې وايي چې یو ځل یې په پنجشېر کې ۱۴ کسان وژلي دي. کله چې بیلي پوښتي چې ایا دغه کسان د داعش غړي و، د طالبانو ژباړن په ځواب کې وايي: «نه، هغوۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې غړي و.»
دغې ویډيو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولې دي. یو شمېر کاروونکو دا ویډیو د طالبانو لهخوا د جګړهییزو جنایتونو او د ملکي وګړو د وژلو د ادعا د تایید لپاره سند بللی او ادعا یې کړې چې دغه اقدام قومي انګېزې لرلې.
په افغانستان کې د پوهنتون مخکېنی استاد نصرتالله بهرنګ په پنجشېر کې د ۱۴ کسانو د وژلو په اړه د دغه طالب اعتراف ته په اشاره لیکلي: «دا د هغو جنایتونو یوازې یوه کوچنۍ برخه ده چې د دین په نوم د قبایلې جبر واکمنۍ په ټول افغانستان، په ځانګړې توګه په پنجشېر، بغلان، بدخشان، تخار او شمالي کې ترسره کړې دي. پنجشیري توب د وژنې لومړنی لامل بلل کېږي. که د کابل د ښار په یوه څنډه کې کومه پېښه رامنځته شي، د جبر واکمنۍ ملیشې پرته له کوم سند او شواهدو د هماغې سیمې پنجشېریانو ته ورځي. نن په افغانستان کې د پنجشېر عام وګړي په ډلهیېزه توګه مجازات کېږي. له هرې خوا شړل شوي دي. له پنجشېر او د پنجشېر له خلکو سره د دوښمن، بندیوان او د فتح شوې سیمې په څېر چلند کېږي. نن د پنجشېر یو کلیوال ان اجازه نه لري چې له اجازې پرته خپلو کروندو ته لاړ شي.»
طنزي لیکوال احسان سلام، په کنايي ژبه لیکلي: «هر څوک په یوه شي باندې ویاړي. دغه نازولي تېري کوونکي په یوه ورځ د څوارلسو پنجشېریانو په وژلو! دا ویاړ نور د خطر زنګ نه دی؛ بلکې د بشري جنایت زنګ دی. د خطر زنګ خو څلور یا پنځه لسیزې وړاندې غږول شوی و! د وژلو کلمه نور غبرګون نه راپاروي؛ داسې ښکاري چې وژل د اوبو له څښلو سره برابر شوی دی.»
په تېر حکومت کې د کابل د عامې روغتیا رییس خوشحال نبيزاده لیکلي: «کله چې د خلکو له یوې ډلې انسانیت واخیستل شي، د تاوتریخوالي کوونکي لپاره د هغوی وژل اسانه کېږي؛ ځکه قرباني کسان نور د هغوی په ذهن کې یو انسان نه وي چې ژوند، کورنۍ، احساسات او د ژوند حق ولري، بلکې یوازې پر یوه دوښمن او یوې موخې بدلېږي، چې په داسې یوه فضا کې یو څوک کولی شي په ډېرې بېپروايۍ د ۱۴ کسانو د وژلو خبره وکړي او پرې وویاړېږي.»
د هغه په وینا، د پنځو کالو په ترڅ کې د پنجشېر خلک له سپکوونکي چلند سره مخ و. هغه زیاتوي: «د دې خطرناکې فضا د رامنځته کولو مسوولیت یوازې د طالبانو د وسلهوالو نه دی. هغه کسان هم د دې فضا په دوام کې ونډه لري چې دا تاوتریخوالی عادي کوي، قربانیان بېارزښته ښيي او دغې کړنې ته دیني روایت جوړوي.»
دا په داسې حال کې ده چې ۸صبح ورځپاڼې هم په خپلو څېړنیزو راپورونو کې موندلې وه چې طالبانو پر افغانستان د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې، د اوو ورځو په ترڅ کې د پنجشېر ولایت د دري ولسوالۍ ۱۷ اوسېدونکي په ډزو وژلي و. د ۸صبح د یوه بل راپور پر بنسټ، طالبانو د پنجشېر ۷۰ اوسېدونکي چې لاسونو یې تړلې وو، په ډزو وژل شوي دي. د دغو ډلهییزو وژنو ویډیوګانې هم په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي. طالبانو هغه مهال ادعا کړې وه چې وژل شوي کسان د افغانستان د ملي مقاومت جبهې غړي و؛ خو سیمهیېزو سرچینو تایید کړې وه چې د وژل شویو کسانو په منځ کې یو شمېر ملکي وګړي، زدهکوونکې او کاریګر هم وو.
همداراز، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼې ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې لیدل کېږي، ملکي وګړي له زارۍ او د خوشې کېدو له غوښتنې سره سره د طالبانو د جنګیالیو لهخوا په ډزو وژل کېږي. دې ډلې هغه مهال د خپلو مخالفو جبهو ډېر غړي له نیولو وروسته په ډزو وژلي دي.
دوه ورځې وړاندې، د «پنجشېریانو نړیوالې شورا» په نوم یوې ادارې هم په یوه راپور کې ویلي و چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د طالبانو لهخوا په پنجشېر کې د ۶۶ قصدې وژنو او ۳۴۰ د نیونو او شکنجو پېښې ثبت شوې دي. یادې شورا ویلي چې طالبانو له ۱۵۰ څخه ډېرې کورنۍ اړې کړې چې د اوسېدو ځایونه پرېږدي.
د یاد راپور پر بنسټ، طالبانو په پنجشېر کې له ۷۰۰ ډېر پوځي مرکزونه او اډې جوړې کړې او په دغه ولایت کې یې له ۲۱ زرو ډېر سرتېري ځای پر ځای کړې دي.





