۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لیندسي وايي چې هېواد یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیا اندېښمن دی او په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګېدو له هڅو ملاتړ کوي.
لیندسي پنجشنبه د لړم پر ۲۸مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې په اکتوبر میاشت کې کابل ته له سفر وروسته د رغنده لیدنو په موخه اسلاماباد ته تللی دی.
نوموړي زیاته کړې چې په دغو لیدنو کې یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې ترینګلتیا له کبله د بریتانیا اندېښنه څرګنده کړې ده.
ریچارډ لیندسي ټینګار کړی چې بریتانیا له ټولو هغو لورو ملاتړ کوي چې په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې دوام لري او په وروستیو کې د دواړو غاړو اړیکې له جدي ننګونو سره مخ دي.






