۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې د «ابادۍ» پروګرام په افغانستان کې له بحرانونو او ستونزو سره د مقابلې لپاره د نږدې ۸.۴ میلیونو کسانو د وړتیا لوړولو لپاره هڅه کوي.
دغه بنسټ پنجشنبه د لړم پر ۲۸مه ویلي چې د «ابادۍ» پروګرام د معیشت، زیربناوو او انرژۍ په برخو کې د بېلابېلو پروژو په پلي کولو د افغانانو د مقاومت او له ستونزو سره د مقابلې وړتیا پیاوړې کوي.
د نوموړي بنسټ په خبره، د طبیعي پېښو د خطرونو په کمېدو او د معیشتي فرصتونو په پراخېدو سره د خلکو وړتیا لوړېږي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې هېڅ پروژه په یوازې سر نه شي کولی خلکو ته د دوامداره مقاومت وړتیا برابره کړي.
د دغه بنسټ په وینا، د دغو پروژو هممهاله پلي کول د بېلابېلو برخو ترمنځ همغږي پیاوړې کوي او د پروګرام اغېزمنتیا زیاتوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د اروپايي ټولنې او د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي وجهي صندوق له ملاتړه مننه کړې ده.
یاد بنسټ د جاپان د نړیوالې همکارۍ له اژانس او د جاپان له دولته د «ابادۍ» پروګرام د ملاتړ له امله هم مننه کړې ده.






