۸صبح، پروان: د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وایي، چې پر دغه لاره یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر په بشپړ ډول سوځېدلی دی.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس عبدالله عبید دوشنبه د غبرګولي پر ۹ وویل، چې دا موټر بېګاه د سالنګ په اولنګ سیمه کې سوځېدلی دی.
د هغه په وینا، د دغه موټر ټول مسافر د دغه ریاست د کارکوونکو په مرسته ژغورل شوي دي.
عبید د دغه موټر د سوځېدو لامل تخنیکي ستونزه بولي.
د سالنګ پر لویه لار تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي.