له افغانستانه بهر د سفر کولو لپاره د وېزې د ترلاسه کولو پر ستونزو ټول خبر یو، خو هغه څه چې د وېزې له ترلاسه کولو وروسته پر افغان مسافرو تېرېږي یوازې د هغو هېوادوالو یوې وړې ډلې ته معلوم دي، چې د د وېزې د ترلاسه کولو او سفر کولو لپاره یې کافي پیسې او اسانتیاوې لرلې دي. زموږ د هېواد دا خورا ارزښتناکه کتابچه د نړۍ له تر ټولو وروسته پاتې او تړلي هېواد سره د تړاو سند دی. یو داسې هیواد چې عملاً یې ټولې نړۍ پر مخ خپلې دروازې تړلې دي. د دې کتابچې له لرونکو سره په هوایی ډګرونو کې ځانګړی چلند کېږي. هر هغه څوک چې د افغانستان قیمتي کتابچه لري، په بالقوه توګه خطرناک او مشکوک ګڼل کېږي. د ګمرکونو مامورین د افغان مسافرو اسناد او د هغوی ظاهري بڼه په خورا ځيرتیا سره ارزوي او امنیتي کارکوونکي د هغوی حرکتونه څاري.ان هغه رسمي پلاوي چې افغاني پاسپورتونه لري، په دقت او شک سره ارزول کېږي. په ځینو هېوادونو کې افغان مسافر له اصلي کتاره ایستل کېږي او د پسونو د رمې په څیر جلا کېږي او د بیا ارزونې لپاره جلا دفتر یا لارې ته لیږدول کېږي. د هغو شېبو کتل چې زموږ هېوادوال له پاسپورټونو سره په یوه کونج کې درېږي او په اسانۍ او له کوم جنجال پرته د نورو تېرېدل ګوري، ځوروونکې دي.
تاسو ښايي په خبرونو کې لوستلي وي چې افغانستان د پاسپورټونو په وروستۍ درجه بندۍ کې په نړۍ کې تر ټولو ټیټ مقام خپل کړی دی. دا درجه بندي په هرو دریو میاشتو کې د «هِنلې» په نوم د یوې ادارې له خوا او د نړیوال هوايي ټرانسپورټ د ټولنې د معلوماتو پر بنسټ ترسره کېږي او ګڼ عوامل لکه د هغو هېوادونو شمېر چې پاسپورټ لرونکي یې له ویزې پرته سفر کولای شي، له نړۍ سره د مطلوب هېواد ډیپلوماتیکې اړیکې او هغه نړیوال تړونونه چې دغه هېواد لاسلیک کړي، په پام کې نیول کېږي. افغانستان اوس په نړیوالو اړیکو کې بې دولته هېواد دی، د یوه رسمي حکومت د نشتولي له امله د دغه هېواد نړۍوال تړونونه بې مانا شوي او په پایله کې یې زموږ له خلکو د سفر او تګ او راتګ اسانتیا اخېستل شوې ده. افغانان نه شي کولای له ویزې پرته کوم لوی بهرني منزل ته سفر وکړي. د هِنلې په نوملړ کې د افغانانو لپاره له ویزې پرته د سفر لپاره ۲۷ ځایونه په ګوته شوي چې یو شمیر هغه ټاپوګان او هیوادونه دي چې افغانان هلته د سفر کولو اړتیا نه لري. کومرو ټاپوګان، کیپ ورډ ټاپوګان، هایټي، ډومینیکا، مراکش او بنګله دیش د دغو ځایونو له ډلې دي. هغه وېرې ته په پام سره چې له افغانستانه شته، دغو منزلونو ته زموږ د خلکو په ظاهره آزاد سفر له سرخوږي پرته نه شي کېدای. د افغانستان او هېڅ یوه دغه منزل تر منځ مستقیمه الوتنه نشته او که له کابله څوک پلان ولري چې دغو هیوادونو او ټاپوګانو ته یو ته سفر وکړي، نو په ډېر احتمال سره به د دریم هیواد ترانزیتي ویزې ته اړتیا ولري. ان که له دریم هېواده د ترانزیت لپاره ویزې ته اړتیا نه وي، دا معلومه نه ده چې دغو ځایونو ته به د افغان مسافرو په رسېدو سره څه ډول چلند ورسره وشي. او احتمال لري چې بیرته راوګرځول شي. په دې حساب، د افغانستان خلک نه شي کولای د نړۍ هېڅ ځای ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د بې وزلۍ او محرومیت زنځير
په دې درجه بندۍ کې د نړۍ ٢٢ هېوادونه له لږ توپير سره په لومړي سر کې دي. سینګاپور، چې د پاسپورټ لرونکي یې کولای شي ۱۹۲ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي، د نوملړ په سر کې دی، ورپسې پرتګال او سویس دی. که څه هم سینګاپور د لیست په سر کې دی او جاپان هم د دې شلو هیوادونو په منځ کې لیدل کېږي، خو د دې برخې د مخکښو اصلي نفوس د لوېدیځ او په ځانګړې توګه د اروپا دی. هماغه هېوادونه چې د زده کړې، کار او مدني او سیاسي ازادیو په برخه کې د غوره والي له امله شهرت لري او هر کال د نړۍ له بېلابېلو برخو خلک ورته د تګ هڅه کوي. د افغانستان او زموږ د سيمې د اوسېدونکو لپاره چې د ازادۍ، کار او زده کړې له نعمتونو بې برخې دي، اروپا د ځمکې زړه او د سوکالۍ او ازادۍ د غوښتونکو قبله ګرځېدلې ده. هر کال زموږ په زرګونو هېوادوال اروپا ته د رسیدو لپاره په ناقانونه لارو سفر کوي او ډیری یې پرته له دې چې منزل ته ورسېږي خپل ټول هغه کم څه له لاسه ورکوي، چې د ایران، پاکستان، ترکیې او ځینو عربي هیوادونو په فابریکو کې یې د کلونو کار کولو پایله ده. تر دې هم بده دا ده چې هر کال سلګونه کسان اروپا ته پر قاچاقي لارو مري. سږ کال د کډولۍ نړۍوال سازمان اعلان وکړ چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې ۵۰۰ افغان کډوال اروپا ته د تللو پر مهال مړه شوي دي. دا هغه شمېر دی چې حکومتونو او بنسټونو ثبت کړی دی. د قربانیانو اصلی شمېر تر دې ډیر دی.
هغه هېوادونه چې اوسېدونکي یې د نړۍ ډېری برخو ته له ویزې پرته سفر کولای شي، هغو ځایونو ته هم له ستونزې پرته سفر کولای شي چې ویزې ته اړتیا لري. د محرومو هیوادونو اوسېدونکي، په ځانګړې توګه افغانستان، خو د نړۍ له ډېرو هېوادونو له لویه سره وېزه ترلاسه کولای نه شي. اوس د دوو ګاونډیو هیوادونو (پاکستان او ایران) د وېزې اخیستل چې پخپله د ډیپلوماسۍ او سفر په زندانونو بدل شوي، د ډیری هېوادوالو هیله ده. دغو هېوادونو په تېره بیا د طالبانو له راتګ وروسته، ویزې په یوه ګټور کاروبار بدلې کړې او کله ناکله خلک د طالبي چاپېریاله د تېښتې او د سالم سفر لپاره په تور بازار کې د وېزو او د سفر د ټکټونو په پېرلو څو زره ډالر لګوي. د سیمې په هېوادونو کې د افغان کارګرانو او ناروغانو د سفر لګښت د نورو هېوادونو په پرتله ډېر ګران دی. د بېلګې په توګه، کله چې د شارجې دوه کارګران پېښور او جلال اباد ته د راستنېدو پلان ولري، د جلال اباد کارګر باید تر خپل پېښوري همکار ډېرې پیسې ورکړي. افغان مسافر چې په منځني ډول د نورو په پرتله بې وزلی دی، د سفر له ډیرو محدودیتونو سره مخ دی او که ورته د سفر چانس ورکړل شي، اړ دی چې د نورو په پرتله زیاتې پیسې ولګوي. په دې ډول زموږ خلک د محرومیت او بې وزلۍ په زنځیر کې بند پاتې دي.
افغانستان یوازې نه دی
هماغسې چې د دغه نوملړ مخکښان یو شمېر هېوادونه دي، د نوملړ په پای کې هم افغانستان یوازې نه دی. په دغه نومړل کې کې پاکستان، عراق، سوریه، یمن، ایران، بنګله دیش او کوسوو هم شامل دي. د افغانستان، عراق او پاکستان تر منځ ډېر توپير نشته. پاکستانيان کولای شي د افغانانو په پرتله درې نورو ځایونو ته له ویزې پرته سفر وکړي. ایران په ښه وضعیت کې دی او ایرانیان کولای شي د قطر او ترکیې په ګډون څو نسبتاً سوکاله هیوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.خو په ټوله کې د ایران ځای له افغانستان سره د پام وړ توپیر نه لري. د بېلګې په توګه، د جنوبي سوډان، اریتریا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او نایجیریا پاسپورت د ایران تر هغه پیاوړی دی. دا ټکی د ناورین د سیمه ایزو اغېزو ښودنه کوي. موږ باید د ثبات او پرمختګ لپاره د سیمه ییزې همکارۍ اهمیت او په ورته وخت کې د وروسته پاتې والي، جګړې او محرومیت د خپریدو خطر په پام کې ونیسو. هغه ګاونډیان چې پرمختګ غواړي، تحصیل یې کړی او یو ولسي حکومت لري، زموږ د ژوند پر شرایطو او نړیوال وضعیت اغېز کوي. دا تصور چې ګواکې د افغانستان په ورانولو سره به پاکستان سوکاله شي، ناسمه دی او دا چې فکر وکړو، که ایران له منځه ولاړ شي، افغانستان به ښه شي، ناداني ده. موږ باید له دې وروسته پاتې والي، استبداد او بې وزلۍ د وتلو لپاره همکاري وکړو.
ومو ویل چې د مخکښو هېوادونو په نوملړ کې د څو اسيايي هېوادونو نومونه ليدل کېږي، خو په ټوله کې اصلي مقام د لوېديځ او په تېره بيا د اروپايانو دی. د کمزورو پاسپورتونو د خاوندانو په نوملړ کې زموږ له سیمې لیرې یو شمیر غیر اسلامي هیوادونه هم شامل دي. خو دا مقام په اصل کې په منځني ختیځ او اسلامي هیوادونو پورې اړه لري. په دې برخه کې پنځلس هېوادونه د اسلامي هېوادونو له نوملړه دي، له کوسوو پرته ټول غیر اروپايي دي. کوسوو په دغه نوملړ شامل یوازینی اروپايي هېواد دی چې اوسېدونکي یې مسلمانان دي. نړۍ د دې خاورینې کرې له یوې برخې اوسیدونکو او د یو مهم دین له پیروانو وېره لري او هغوی ته د شک په سترګه ګوري. داسې نه ده چې زموږ د سيمې له اوسېدونکو يوازې لويديځوال او غير مسلمانان ډاريږي. د دغو وروسته پاتې هیوادونو د اوسیدونکو ترمنځ هم تګ راتګ هم خورا ستونزمن دی. هغوی پخپله له یو بله وېره لري او خپلو همدینو ته د وېزو له ورکولو ډډه کوي. زموږ د سیمې تمدني سقوط د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې په ښکاره ډول لیدل کېږي.