د ننګرهار ولایت د مرکز جلالاباد ښار یو شمېر اوسېدونکي او هټيوال په دغه ښار کې د ویالو ترمیم او رغولو د کار له ټکني بهیره شکایت کوي. دوی وایي د دغو پروژو اوږدېدو د خلکو تګراتګ له جدي ستونزو سره مخ کړی او د خلکو ورځنی ژوند یې ګډوډ کړی دی. د دوی په وینا، طالبانو په پیل کې ژمنه کړې وه چې د دغو ویالو د ترمیم او رغولو چارې به په څو ورځو کې بشپړې شي، خو اوس نږدې دوه تر درېیو میاشتې تېرېږي او ځینې برخې یې لا هم نیمګړې پاتې دي. له دې سره هممهاله، یو شمېر هټيټوال وایي چې د دغه وضعیت دوام هټيو ته د پېرېدونکو ورتګ ستونزمن کړی او په پایله کې یې پلور خورا کم شوی دی.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی شکیب (مستعار نوم) په جلالاباد ښار کې د ویالو د بیارغونې له ټکني بهیره شکایت کوي. هغه وایي سره له دې چې د پروژو له پیلېدو څو میاشتې تېرېږي، د کار پرمختګ خورا ورو دی او دې موضوع د ښاریانو د تګراتګ په برخه کې ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.
د جلالاباد ښار دا اوسېدونکی وایي: «د طالبانو ښاروالۍ د جلالاباد ښار په بېلابېلو برخو کې ویالې او ځینې کوڅې د ترمیم لپاره کیندلي، خو کارونه په خورا کم سرعت مخته ځي. دې کار د خلکو تګراتګ له ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.»
ښاغلی شکیب زیاتوي چې د ده په فکر، د دغو پروژو پلي کېدل له حد زیات وخت نیسي او خلک یې زیانمن کړي دي. هغه وایي: «ساده کارونه هم په لږ وخت کې نه بشپړېږي او د کار بهیر خورا ورو دی. له بلې خوا، دا پروژې د ښار په خورا له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې پلي کېږي او نیمګړي پاتې کېدو یې د خلکو تګراتګ له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.»
د ننګرهار بل اوسېدونکی میرویس (مستعار نوم) وایي، سره له دې چې طالبانو په پیل کې ژمنه کړې وه چې د دغو ویالو ترمیم به په ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې بشپړ شي، خو اوس نږدې دوه تر درې میاشتې تېرېږي او لا هم دا کار نه دی بشپړ شوی. هغه وایي: «طالبانو ویلي وو چې دا پروژه به په ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې بشپړه شي، خو اوس نږدې دوه تر درې میاشتې تېرېږي او کار یې لا نه دی بشپر شوی. په دې لاره ښځې، ماشومان او سپینږیري ډېر تګراتګ کوي او هره شېبه ممکنه ده چې د تېرېدو پر مهال لښتي ته ولویږي او لاس یا پښه یې ټپي شي.»
د جلالاباد ښار یو هټيوال بلال (مستعار نوم) د ویالو د رغولو له ټکني بهیره شکایت کوي. هغه وایي درې میاشتې کېږي چې د هټۍ مخې ته یې ویاله د بیارغونې لپاره کیندل شوې، خو کار یې نیمګړی پاتې دی او دې کار د هټۍ مخې ته د پېرېدونکو لاره بنده کړې ده. د هغه په وینا، د دې وضعیت دوام د دوی پلور خورا کم کړی او د دوی کاروبار ته جدي زیان رسولی دی.
دا هټيوال وایي: «درې میاشتې کېږي چې زموږ د دوکان د مخې ویاله یې د ترمیم لپاره کیندلې، خو کار یې درېدلی دی. زما په فکر دولت دا پروژه یوه شخصي شرکت ته سپارلې، خو تر اوسه یې هیچ پرمختګ نه دی کړی. دې وضعیت زموږ کاروبار خراب کړی؛ ښځې، ماشومان او سپینږیري په سختۍ له دې ځایه تېرېدلای شي. موږ له سهاره تر ماښامه په هټۍ کې ناست یو، خو د لارې د بندېدو له امله هیڅ پلور نه لرو.»
بلال زیاتوي چې د خلکو د اسانتیا لپاره، دوی پخپله یو کوچنی پل جوړ کړی، خو هغه هم د ډاډ وړ نه دی او هره شېبه د خلکو د لوېدو وېره شته. هغه وایي: «دا موقتي پل دی او هره شېبه ممکنه ده څوک ترې لښتي ته ولویږي. له مسوولینو غواړو چې د دې پروژې کار ژر تر ژره بیرته پیل کړي څو د خلکو تګ راتګ عادي شي او زموږ کاروبار هم بیرته ښه شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکو څه موده وړاندې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د سړکونو پر غاړه د موټرو له بېځایه درېدو او بېنظمیو شکایت کړی و. دوی ویلي وو چې دا ستونزه نه یوازې د خلکو وخت ضایع کوي، بلکې روغتیايي زیانونه هم لري. د اوسېدونکو په وینا، د ننګرهار سړکونه تنګ او ګڼهګوڼه پکې زیاته ده او په دې ولایت کې د سختې ګرمۍ له امله د موټرو درېدل د خلکو ستونزې دوه برابره کوي. دوی زیاته کړته کړې وه، چې د دې وضعیت له امله رامنځته شوې ترافیکي ګڼهګوڼه، پر ستړیا او ګرمۍ سربېره، د ښاریانو پر روحي ارامښت هم ناوړه اغېزې کوي.





