العربیه شبکې راپور ورکړی چې ایران امریکا ته وړاندیز کړی، د امريکا له لوري د دې هېواد د بندرونو د کلابندۍ د لغوه کېدو په بدل کې دې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ بېرته پیل شي.
العربیه شبکې شنبه د اکټوبر پر ۲۵مه، راپور ورکړی چې تهران دغه وړاندیز د پاکستاني منځګړو له لارې واشنګټن ته رسولی دی.
د راپور له مخې، باخبره سرچینو ویلي چې ایران دغه راز پاکستان ته خبر ورکړی چې له امریکا سره د خبرو اترو بیا پیلولو ته چمتو دی.
دا وړاندیز په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران د بندرونو د کلابندۍ او د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ د وضعیت په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا دوام لري.
خو ایراني چارواکو تر اوسه د دغه وړاندیز په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.





