د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د مذاکراتو د لوري د معلومولو لپاره باید د دغه هېواد د مشرانو وژنې ودروي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
د اناتولي خبري اژانس يکشنبه د اکټوبر پر ۲۵مه، راپور ورکړی چې ټرمپ دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د جورجیا ایالت په یوه ټاکنیزه غونډه کې کړې دي.
ټرمپ په دې غونډه کې ویلي، د ایران لوړپوړي مشران له منځه تللي او دې وضعیت له تهران سره د خبرو اترو لپاره د لوري معلومول ستونزمن کړي دي.
د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې په ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټومي تړونه د امریکا د وتلو له پرېکړې دفاع کړې ده.
ټرمپ ویلي، د ایران اټومي تړون دغه هېواد ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو زمینه برابروله او له تړونه یې د وتلو پرېکړه د دې احتمال د مخنیوي لپاره پر وخت اقدام بللی دی.
نوموړي همداراز ادعا کړې چې امریکايي ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترسره کولو سره د ایران د اټومي بډاینې وړتیا په بشپړ ډول له منځه وړې ده





