۸صبح، بادغیس: د بادغیس سیمهییزې سرچینې وايي چې د ایران او ترکیې په پوله کې د شدیدې سړې هوا له امله د دغه ولایت یو اوسېدونکی مړ شوی دی.
سرچینو چهارشنبه د سلواغې پر ۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دا افغان دوه ورځې مخکې هغه مهال د سړې هوا له امله مړ شوی چې ترکیې ته یې پر قاچاقي لاره د تلو هڅه کوله.
دا افغان رمضان نومېده او د بادغیس ولایت اصلي اوسېدونکی و.
ورته مهال، داسې راپورونه شته چې په دې وروستیو کې د ایران او ترکیې په پوله کې دا ډول پېښو له یو شمېر نورو افغانو هم ژوند اخېستی دی.
په افغانستان کې د بېوزلۍ، بېکارۍ او کاري فرصتونو نشتوالي خلک دې ته اړ کړي چې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره پر قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته پناه یوسي.





