۸صبح، پکتیکا: د پکتيکا سیمهییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د خلکو په شخصي لګښت د يو ښوونځي ودانۍ جوړه شوې ده.
سرچینو سهشنبه د لړم پر ۸مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دغه ښوونځي ودانۍ د یوسفخېلو په ولسوالۍ کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
د سرچينو په وینا، د دغه ښوونځي د جوړېدو لګښت د سيمې قومي مشرانو، ځوانانو او په بهر کې د دې سيمې اوسېدونکو له خوا ورکړل شوى دى.
د معلوماتو له مخې، د دغه ښوونځي په جوړېدو سره د څه باندې ۲۰۰ کورنیو ماشومانو ته د زدهکړو خوندي زمینه برابره شوې ده.
د يادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته او ښوونځيو ته د دغې ډلې د نهپاملرنې له کبله ډېرو هېوادوالو په خپل شخصي لګښت د ښوونځيو جوړول پېل کړي دي.
تېره مياشت په نيمروز کې د «نورزاد» لومړني ښوونځي ودانۍ د يو پانګهوال په شخصي لګښت جوړه شوې وه.





