۸صبح، هرات: په هرات کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې خلکو په خپل لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارلې ده.
په هرات کې د طالبانو پوهنې ریاست شنبه د زمري پر ۶مه ویلي چې د دغه ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ په «ده لته» سیمه کې د ابوسعید خدري ابتدايه ښوونځي د ودانۍ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
ویل کېږي چې د دغه ښوونځي پر یو پوړیزې ودانۍ دوه میلیونه او ۲۶۸ زره افغانۍ لګښت راغلی چې اته ټولګي لري.
د دغه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو لګښت د سیمې یو اوسېدونکي چې حاجي عبدالرازق محمدي نومېږي، ورکړی دی.
نوموړي د دغه ښوونځي د ودانۍ لپاره ځمکه هم اخیستې او هرات کې یې پوهنې ریاست ته سپارلې وه.
څه موده وړاندې د هرات پشتکوه ولسوالۍ اوسېدونکو هم د یوه ښوونځي د ودانۍ لپاره دوه جریبه ځمکه ځانګړې وه.
تېره اوونۍ په لغمان کې هم خلکو په خپل لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې ده.





