۸صبح، کندهار: په کندهار کې د طالبانو سیمهییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف په مالي مرسته د ۲۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې پېل شوې دي.
په کندهار کې د طالبانو د اقتصاد ریاست وياند شنبه د تلې پر ۳۰مه ویلي چې د دې ښوونځيو د بيارغونې لګښت ١٧٨ ميليونه افغانۍ اټکل شوى دى.
د هغه په وينا، په پام کې ده چې د دې ښوونځيو د بيارغونې چارې په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
طالبانو زیاته کړې چې دا ښوونځي په پنجوايي، ارغنداب، لوړ شاهولیکوټ، خاکریز، میانشین، نیش، ډنډ، دامان، ارغستان، معروف او سپینبولدک ولسوالیو کې رغول کېږي.
د طالبانو د معلوماتو پر بنسټ، د دې ښوونځيو په رغونې سره به له ۲۴۰ زره ډېرو زده کوونکو ته د زدهکړې زمينه برابره شي.
د یادونې ده چې د پوهنې پر سکټور د طالبانو د پرلپسې بندیزونو ترڅنګ د ترمیم او کتابونو نشتوالی هم د هېواد د ښوونځیو د زدهکوونکو پر وړاندې مهمې ننګونې بلل کېږي.
د طالبانو د نهپاملرنې له وجې په یو شمېر ولایتونو کې خلکو په خپل شخصي لګښتونو د ښوونځیو د بیارغونې چارې پېل کړې دي.





