۸صبح، غزني: په غزني کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په جاغوريو ولسوالۍ کې خلکو د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړ کړی دی.
سرچینو سه شنبه د وږي پر ۱۷مه، ۸صبح ته ویلي چې د جاغوريو ولسوالۍ د «چهلباغتوی پشي» کلي اوسېدونکو یو مجهز او معیاري ښوونځی جوړ کړی دی.
د سرچینو په وینا، د دغه ښوونځي ودانۍ درې پوړیزه ده، ۳۰ درسي ټولګي او نورې اړوندې برخې لري او په یوه وخت کې لږ تر لږه د زرو زدهکوونکو لپاره د زدهکړې زمینه برابروي.
تر دې وړاندې هم د غزني د جاغوريو ولسوالۍ اوسېدونکو په بېلابېلو سیمو کې د خپلو شخصي لګښتونو په مټ څو ښوونځي جوړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو او تحصيله منع شوې دي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه ښوونځي له ودانۍ او مناسبې ښوونیزې فضا پرته پاتې دي.





