د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر انتوني بلېنکن د منځمهالو ټاکنو پر مهال د جمهوريپال ګوند د ماتې په غبرګون کې، د ایران پر وړاندې د امریکا جګړې ته د ډیپلوماټیک حل لار ې موندلو غوښتنه کړې ده.
بلېنکن چهارشنبه د نومبر پر۴مه، په یوه پیغام کې ویلي چې د ټاکنو پایلې ښيي د امریکا خلک د حکومت له کړنو ناخوښه دي او واشنګټن باید د هغوی پیغام ته پام وکړي.
هغه زیاته کړې چې په تېرو دوو کلونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت سیاستونو د دغه هېواد پر امنیت او اقتصاد منفي اغېز کړی او امریکايي کورنۍ یې بیه پرې کوي.
بلېنکن د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې په اړه یوې ډیپلوماټیکې هوکړې ته رسېدل د ټرمپ د حکومت د سیاستونو د بدلون لپاره مناسب ګام بللی دی.





