۸صبح، جوزجان: سرچینو د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوه ۲۸ کلن ځوان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینو پنجشنبه د لړم پر ۱۴مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دغه ځوان په ډزو وژل شوی دی.
په همدې حال کې، طالبانو ویلي چې دا پېښه د چهارشنبې پر سهار د لړم پر ۱۳مه، په یوه نانوایۍ کې شوې ده.
د طالبانو په وینا، دا پېښه د کورنيو اختلافاتو له امله شوې او په تړاو یې څلور کسان نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مرموزو وژنو او وسلهوالو تاوتریخوالو پېښې زیاتې شوې دي.
دغو پېښو په هېواد کې د ناامنۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنې لا ډېرې کړې دي.





