په نیمروز او هرات ولایتونو کې سوداګر د طالبانو د استخباراتو د مدیر له زور زیاتي شکایت کوي. د دوی په وینا د طالبانو د استخباراتو دغه مدیر چې د دې ډلې د مشهورو څېرو ملاتړ لري، د نیمروز ولایت په ترانزیتي سکتور کې د فساد او وحشت لړۍ پیل کړې ده. په هرات او نیمروز کې سوداګر او سرمایه ګزاران زیاتوي چې دغه طالب چارواکی په غیر مستقیم ډول له دوي څخه د طالبانو مخالفینو سره د اړیکو، له ایران سره د اړیکو، د کورونو، او دولتي موټرونو او نورو دولتي توکو د لرلو په تور په بېلابېلو پلمو له دوی څخه پیسې اخلي.
د سوداګرو د شکایت له مخې، د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو د داخلي استخباراتو مدیر ملا ګل نبي نافذ د خپل تره حاجي منان ناصر او د تره د زامنو هر یو عبدالحکیم او عبداللطیف په مرسته د وحشت، فساد او زورونې لړۍ پیل کړې ده چې له پانګوالو او سوداګرو څخه پیسې اخلي. لکه څنګه چې دغو سوداګرو ۸صبح ورځپاڼې ته څرګنده کړې، د ملا ګل نبي تره حاجي منان چې په حاجي منان «چهارکلاه» مشهور دی، د ناصرو له قوم څخه دی او د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. نوموړي د طالبانو د واکمنۍ په پخوانۍ دوره کې د نیمروز ولایت د ښاروال د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله. د نیمروز د سوداګرو په وینا حاجي منان په مرکز کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي او مولوي مزمل په ګډون له څو طالب مشرانو سره نږدې اړیکې لري. د دوی په وینا، له همدې امله که څه هم د نیمروز سیمه ییزه اداره وغواړي چې د حاجي منان د وراره د خپلسرۍ مخه ونیسي خو دا کار نشي کولای.
سوداګر دا ادعا هم کوي چې ملا ګل نبي د نیمروز له سیمه ییزې ادارې سره د موازي ځواک په توګه کار کوي او د فساد لمن یې له نیمروز ولایته تر هرات پورې غځولې ده. ملا ګل نبي او ملګري يې په هرات کې د طالبانو د استخباراتو له مشر مولوي عبدالکريم سره په همغږی د پيسو اخستلو ته دوام ورکوي.
د نیمروز ولایت یو سوداګر حاجي همایون (مستعار نوم) وايي: «د نیمروز خلک له حاجي منان څخه ستړي شوي دي. د دغه کس له عباس ستانکزي او مولوي مزمل سره د نږدې اړیکو له امله د نیمروز ولایت چارواکي د دې جرئت نه لري چې له هغه سره مقابله وکړي. هغه چور او چاپاول پیل کړې، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې خپل وراره مولوي نافذ یې د دې ولایت د استخباراتو په مدیریت کې ټاکلی دی.»
حاجي همایون زیاتوي: «ستانکزی د حاجي منان په بلنه نیمروز ته راغلی و. هغه ستانکزی له نیمروز څخه تر دلارام پورې له ځانه سره یووړ او د دلارام – نیمروز ترانزیتي لارې د اهمیت په اړه یې ورسره موافقه وکړه؛ ځکه پوهیدو چې د نیمروز ګمرک د پراخ فساد له امله ډیر د پاملرنی وړ دی. حاجي منان د ستانکزي په ملاتړ خپل وراره د نیمروز د داخلي استخباراتو د اداره کولو لپاره د دلارام له ولسوالۍ څخه راوغوښت او اوس یې د هغه وراره او اولادونه له خپلو نورو همکارانو سره یو قوي شبکه جوړه کړې ده چې له ګمرک څخه واخله د دلارام – نیمروز ترانزیتي لارې په اوږدو کې له هرچا څخه پیسې اخلي. برسېره پر دې، دوی په مختلفو پلمو له پانګوالو او سوداګرو څخه پیسې، موټرونه او نور توکي اخلي.»
د حاجي منان وراره ملا ګل نبي نافذ پخوا د نيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ د نظامي ولسوال په توګه دنده ترسره کوله، خو دغه ولايت ته د شېر عباس ستانکزي تر سفر وروسته د دغه ولايت د داخلي استخباراتو د مدیر په توګه وټاکل شو. د حاجي منان شبکه د نیمروز – دلارام پر ګمرک او ټرانزیټي لارې ځانګړې تمرکز لري.
حاجي عبدالهادي (مستعار نوم) چې د نيمروز ولايت د مالونو له سوداګرو څخه دی وايي: «حاجي منان دا مهال زموږ له ټولو څخه باج اخلي. د ده هڅې تر ډېره د دلارام په ګمرک او ترانزیتي لار باندې ده. په ځانګړې توګه له هغه وخته چې هغه خپل وراره استخباراتو ته راوستلی، هرڅوک باید خپله برخه ورکړي. ټول سوداګر په ګمرک کې د خپل کار لپاره هغه ته مراجعه کوي او باید ورته خپله برخه ورکړي. هغه او زوی يې عبداللطيف په هر هغه کانټينر کې چې له ګمرک څخه راوځي، خپله برخه لري او د نيمروز له سړک څخه تر دلارام پورې هر څه څاري او د نيمروز ولايت د هيڅ دولتي چارواکي پروا نه کوي.»
د سوداګرو په خبره، د حاجي منان شبکې له لوري د بار وړونکو موټرو د باج اخیستل ثابت حالت نلري. د سوداګر د جیب حالت پورې اړه لري، د 800 څخه تر 1500 امریکایي ډالرو پورې باج تري اخیستل کېږي. په دې پیسو کې د ګمرک پارچه شامل نه ده او د دې پیسو په بدل کې سوداګر ته هیڅ رسید نه ورکول کیږي.
د حاجي منان شبکه هغو خلکو ته ګواښ کوي، چې ظلم ورسره کوي او باج ورڅخه اخلي که دا موضوع افشا کړي او یا یې رسنیو سره شریکه کړي، له منځه به یوړل شي. له همدې امله، د لسګونو قربانیانو له ډلې څخه، یوازې یو یا د دوو او یا د هغوي خپلوانو موافقه وکړه چې د دوی سره د چې څه پیښ شوي د هغه په اړه مونږ سره خبرې وکړي په دې شرط چې د دوی نومونه څرګند نه شي. د حاجي منان او د هغه د وراره د باجګیریو یو شمېر نورو قربانیانو هم تایید کړې چې دوی څخه باج اخیستل شوی، خو د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.
مجیب الرحمن (مستعار نوم) د نیمروز ولایت یو بل سوداګر دی چې د حاجي منان شبکې له خوا باج ورڅخه اخیستل شوی دی. هغه وايي: “حاجي منان زه خپل کور ته راوغوښتم، هغه راته وويل چې د استخباراتو مديريت په دې اړه کره معلومات لري چې د حکومت د نسکورېدو پر مهال تا سره يو هيلوکس دولتي موټر و او هغه تا خرڅ کړی. دوی غوښتل چې تاسو د تحقیق لپاره بوځي، ما اجازه ورنکړه. ما ورته وویل چې هغه عزتمند سړی دی، هغه زموږ ګاونډی دی، زه یې ضمانت کوم چې موټر به بیرته راولي او یا به یې قیمت درکوي. ما ورته وویل: حاجي صاحب، تاسو مستقیم په ما تور لګوئ. حاجي منان وویل: ما غوښتل چې د خیر کار وکړم، ترڅو ستا عزت وساتل شي. پوهېږئ دا حکومت د پخوا په څېر نه دی. هر هغه څه چې وایې کوي یې. اوس چې تاسو زما خبرې نه منئ، تاسو پخپله ښه پوهیږئ.»
د نيمروز د داخلي استخباراتو مدير د باج اخیستنی دغه قرباني زياته کړه: «له هغه دوه ورځې وروسته مولوي نافذ راته زنګ وواهه او ويې ويل: د حاجي صاحب په خاطر مې دوه ورځې وخت درکړ، خداى دې وکړي چې سم فکر دې کړی وي. ورته ومې ويل: مولوي صاحب، تاسې پوهېږی، چې ما له هېڅ دولتي چارواکي سره نږدې اړيکې نه دي لرلې او تاسې پوهېږئ، چې زما کاروبار ښه دی، د خدای شکر دی، چې د دولتي موټر پلورول ته می اړتیا نلرله او نه ورته اړتیا لرم. مولوي نافذ وویل: “تاسو خلکو سره په نرمه خبرې کول نتیجه نه لري او تلیفون یې بند کړ. زه پوهه شوم چې حاجي منان به د نورو په څیر تر هغه وخته ما آرام پري نږدي چې باج راڅخه وانخلي. د هغه کور ته ورغلم او پوښتنه می وکړه چې زه باید څه وکړم؟ په پای کې، هغه زما څخه د هیلکس موټر بیه واخیسته.»
پر دغو سوداګرو سربېره د دغه ډول پېښو اته نور قربانيان هم شته، چې ډېرى يې د دغه ولايت د سوداګر دي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې دوی تایید کړې چې د دولتي موټرو د بیولو په پلمه یې حاجي منان او د هغه زامنو عبدالحکیم او عبداللطیف ته له ۵ تر ۱۲ زره ډالره ورکړي دي. د دغو کسانو له ډلې څخه ډیری یې د خپلې قضیې د افشا کیدو د ویري له امله د نیمروز لپاره د طالبانو د استخباراتو مدیر ته د پیسو د ورکړې د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.
پر نیمروز سربېره هرات ولایت هم د دې ډلې تر پوښښ لاندې دی. عبدالحکیم چې د حاجي منان زوی دی، ډېری وخت په هرات کې د دغه ولایت د هزاره ګانو او شیعه ګانو په ګډون له بېلابېلو ډلو څخه د پیسو د اخېستلو لپاره حضور لري. هغه د باج اخیستنې په پېښو کې په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له ریس مولوي عبدالکریم څخه مرسته اخلي او تل د هغه سره له څلورو تر پنځو استخباراتي سرتېري هم ورسره وي. که څوک د عبدالحکیم د باج اخیستلو په وړاندې مقاومت وکړي، نو د استخباراتو ریس مداخله کوي او په پرله پسې ټیلیفونونو مختلفو تورونو په لګولو سره په غوږ وهل کېږي او په خاموشۍ سره د پیسو ورکولو ته راضي کیږي.
حميدالله (مستعار نوم) د هرات ولایت اوسېدونکی چې څو ځله یې عبدالحکیم ته پیسې ورکړې، بالاخره دې ته اړ شوی چې هېواد پرېږدي او په ایران کې پناه واخلي. هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «ما په خپل ژوند کې هېڅکله دولتي دنده نه ده کړې. عبدالحکیم یوه شپه زما کور ته راغی او ویې ویل چې د هرات د استخباراتو ریاست ستا په خلاف ډېر راپورونه لري چې ته د دولت له وسله والو مخالفینو سره تړاو لري، خو اندیښنه مه کوه، په استخباراتو کې زما ډېر ملګري شته چې زه ورسره خبرې کوم او یو تفاهم ته ورسره ورسېږم. ما ورته وویل چې حکیم خانه، ما په خپل ژوند کې هیڅ سیاسي یا دولتي کار نه دی کړی او په هرات کې مې هیڅ مخالف نشته، نو زه له کومې ډلې سره تړاو لرم؟ هغه وويل: “استخبارات له اسنادو پرته خبرې نه کوي. تاسو به خامخا په ايران کې د مخالفينو له کوم قوماندان سره خبرې اترې کړي وي. څو ورځې وروسته د استخباراتو مامورین زما کور ته راغلل. زه په کور کې نه وم کله چې دوی خبر کړم، نو زه مجبور وم چې عبدالحکیم ته زنګ وواهم. هغه راغی او د شپې زما په کور کې و او سهار مجبور شوم چې ۱۱ لکه افغانۍ ورکړم. هغه وویل چې د استخباراتو په مختلفو څانګو یې ویشم.»
حمیدالله زیاتوي:«یوه اونۍ وروسته عبدالحکیم بیا راته زنګ وواهه چې باید سره ووینو. د شپې له خوا کور ته راغی او له ګواښونو سره مل خبرې کولی چې څومره پیسې چې تا راکړې هغه مې د بېلابېلو څانګو په مدیرانو ووېشلې، خو درې نور کسان پاتې دي او ډېر په غوسه دي که پیسې ورنکړو دوی به کار خراب کړي. په دوهم ځل یې هم له ما څخه درې سوه زره افغانۍ واخیستې او لاړ. یوه هفته هم نه وه تېره شوې چې بیا یې راته زنګ وواهه او ویې ویل چې موټر یې اخیستی دی او پیسې کمي دي. هغه وویل چې د دوو یا دریو ورځو لپاره یو نیم لک افغانۍ قرض راکړئ. ما ورته وویل سمه ده. په دریم ځل می دا اندازه پیسې ورکړې. حميدالله وایې چې د عبدالحکيم د باج اخیستلو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوى دى. هغه وايي که په وطن کې پاتي کیدم باید هره اونۍ مي باج ورکړی وای.
شریف احمد (مستعار نوم) د هرات ولایت یو بل اوسېدونکی دی چې د عبدالحکیم د ګواښونو له امله یې ایران ته پناه وړی. د شریف احمد یو نږدې خپلوان وايي، عبدالحکیم هغه د فراه ولایت بکواه ولسوالۍ ته په یوه پلمه له ځان سره بوتلو، چې د نیمروز ولایت د یوه مخور په مرسته د ډېرو پیسو په ورکولو سره بېرته کور ته راستون شو.
د شریف احمد یو خپلوان محمد نسیم (مستعار نوم) وايي: «عبدالحکیم یوه شپه د شریف احمد کور ته د مېلمه په توګه راغی. سهار چې روان شو، نو ویې ویل چې زه نن په ښار کې کار لرم، موټر به له ځانه سره بوځم. دوه ورځې تېرې شوې خو موټر یې رانه وستو. شریف احمد ورته زنګ وواهه، خو عبدالحکیم وویل چې زه په نیمروز کې یم. شریف احمد ورته وویل چې موټر دې څه کړ؟ هغه وویل، نیمروز ته مې راوستو، خو مولوي نافذ را څخه واخیست. شریف احمد ورته وویل چې موټر مې تا ته درکړی او له تا یې غواړم. عبدالحکيم وويل، چې مولوي صاحب نافذ به خامخا کوم دلیل درلود چې موټر یې نیولي.» محمد نسیم زیاتوي: «څو ورځې وروسته عبدالحکیم هرات ته راغی او د خپل موټر د تسلیمولو په پلمه یې شریف احمد له ځانه سره یووړه. خو څو ورځې وروسته خبر راغی چې شریف احمد یې بکواه ولسوالۍ ته بیولی او په حقیقت کې یې تښتولی دی. وروسته یې د نیمروز ولایت د یوه نفوذي کس په مرسته او د ۲۱ زره ډالرو په ورکړې سره شریف احمد ازاد کړ.
سربېره پر دې عبدالحکیم د هرات له یوشمېر اوسېدونکو څخه ډېرې پیسې اخیستې دي. په دوی کې یو شمېر هزاره او شیعه مذهبه اوسېدونکي هم شامل دي. د هرات د استخباراتو له ریس سره د هغه د نږدې اړیکو له امله، اغېزمن کسان نه غواړي چې موضوع رسنیو کې خپره شي.
محمدحسین (مستعار نوم) په هرات کې یو له هغو هزاره ګانو څخه دی چې د عبدالحکیم لخوا ورڅخه پیسې اخیستل شوي. هغه د عبدالحکیم پر ضد د هرات د استخباراتو رئیس ته هم شکایت کړی دی. محمد حسین وايي: «له څو ورځو هڅو او واسطو جوړولو وروسته په دې وتوانیدم چې د هرات د استخباراتو مشر ته ځان ورسوم. ما د عبدالحکیم له خوا د پیسو اخیستلو او زما د موټر د نیولو موضوع ورته روښانه کړه. مولوي عبدالکریم ډېر په غوسه شو او راته ویې ویل چې ته په یوه مجاهده کورنۍ تور لګوي، دا خلک عزت او کرامت لري، جهاد یې کړی، بې دلیله له بې ګناه څخه هیڅ نه اخلي. هغه وويل: زه عبدالحکيم راغواړم که خپله بې ګناهي ثابت نه کړی زندان ته دې آچوم.» د هرات دغه اوسېدونکی زیاتوي:«کله چې مې د هرات د استخباراتو د مشر خبرې واورېدې، ډاډه شوم چې عبدالحکیم په بشپړه توګه له هغه سره همغږي دی. ما ورته وویل، حاجي مولوي صاحب، که تاسو دا تاییدوی چې عبدالحکیم یو ښه سړی دی، زه هم په هغه باور لرم او هیڅ شکایت نه لرم.»
ومو غوښتل چې په دې اړه د عبدالحکیم او نورو تورنو کسانو نظر هم واخلو، خو زمونږ ټلیفون ته چا ځواب را نه کړ.
په نیمروز کې د طالبانو د استخباراتو د مدیر د باج اخیستني قربانیانو د څرګندونو له مخې، کله چې د عبدالحکیم ګواښونه کار ونکړي او پانګه وال مقاومت وکړي، په هرات کې د طالبانو د استخباراتو ریاست لاس په کار کېږي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د هرات ولایت دوه اوسیدونکي چې یو یې د کهسان ولسوالۍ اوسېدونکی او بل یې شیعه وګړی دی، د عبدالحکیم د باج اخیستني په مقابل کې د مقاومت له امله د هرات ولایت د استخباراتو ریاست په زندان کې بندیان دي.