کندهار کې د مخکیني حکومت یو پوځي په مرموز ډول ووژل شو

۸صبح، کندهار: کندهار کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې مخکیني حکومت د یوه پوځي د وژل کېدو خبر ورکوي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه مخکینی پوځی، چې مجاهد بارک نومېده د تېرې اونۍ پر پنجشنبې ورځ د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې بېدرکه شو.
د سرچینو په وینا د مخکیني حکومت د دغه پوځي مړی جمعه د لیندۍ پر ۲۵ نېټه د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند میانکو غرونو کې موندل شوی دی.
مجاهد بارک د مخکیني حکومت د ملي امنیت د عمومي ریاست افسر و.
د مجاهد خپلوان وايي، چې هغه د طالبانو له خوا وژل شوی دی.
کندهار کې ځایي طالبانو د مخکیني حکومت د دغه پوځي افسر د مړینې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
کندهار کې د مخکینیو پوځیانو مرموزې وژنې بې مخینې نه دي. موده مخکې هم د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د مخکیني حکومت یو پوځي ووژل شو.