۸صبح، غزني: په غزني کې ځايي سرچینېد خلکو په شخصي لګښت د دغه ولایت په مرکز کې د یوه معیاري روغتون د جوړولو د چارو د پیل خبر ورکوي.
سرچینو شنبه د تلې پر ۴مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې د دغه روغتون د جوړولو لګښت یو نیم میلیون امریکايي ډالر اټکل شوی او د خلکو او یوه خیریه بنسټ له خوا ورکول کیږي.
د سرچینو په وینا، دغه روغتون د غزني ښار د قلعه آهنګرانو په سیمه کې په ۸۰۰ متره مربع ځمکه کې په شپږ پوړونو کې جوړېږي.
له بلې خوا، د دغه روغتون یو شمېر تمویلونکي وايي، په دغه ولایت کې په دولتي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي او د ناروغانو د ستونزو له امله یې پرېکړه کړې چې دغه روغتون د اوسنیو معیارونو له مخې جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د غزني اوسېدونکو له خپلې شخصي بوديجې لسګونه عامه پروژې بشپړې کړې دي.





