جنترۍ ته ګورم او سترګې مې د ۱۴۰۰ کال د ثور پر اتمې لګېږي؛ خونړۍ ورځ چې زدهکوونکې نجونې د علم او زدهکړو په لار کې قرباني شوې.
د شنبې ورځ وه او پر هغې ورځ ښوونځي ته د تګ لپاره زړه نازړه وم، ناوخته شوې وه او ژر باید ښوونځي ته تللې وای. ښوونځی مو له کوره یو څه لرې و. په بېړه مې یونیفورم واغوست، بکس مې پر اوږه کړ او مخه ښه مې وکړه.
د فاطمې کور چې خورلڼه مې ده، د لارې په اوږدو کې و او هره ورځ په ګډه ښوونځي ته تللو. پر هغې ورځ هم فاطمې پسې لاړم. هغې تل ناوخته کوله او له ځان سره مې ویل چې کاش نن ژر تیاره شي.
تازه یې کوڅې ته رسېدلې وم چې ومې لیدل فاطمه د کوڅې په منځ کې ولاړه ده او لاس راته ښوروي. ژوره ساه مې واخیسته او په زوره مې ورته وویل: «ژر راځه!» او د ښوونځي پر لور مو منډې کړې. هغې هم په زوره وخندل او راپسې منډې یې وهلې. تر ښوونځي پورې مو شرط وتاړه او د تل په څېر بیا هم ما وګاټه.
د ښوونځي په دروازه کې څو ثانیې ودرېدم څو راورسېده. کله چې راورسېده، ومې ویل: «بیا مې هم وګټله.» هغې هم د تل په څېر ځان کم ونه ښوده او یوازې ښوونځي ته ننوته. زه یې تر شا ورغلم. ټولګي ته ننوتو او څنګ تر څنګ کېناستو. څو مضمونونه مو وویل او وروستی ساعت شو. فاطمې وپوښتل: «نن اخري ساعت څه لرو؟»
ورته ومې ویل: «دري».
سر یې وښوروه او دري کتاب یې د میز پر سر کېښود.
څو دقیقې تېرې شوې او د دري ښوونکې لا نه وراغلې. موږ هم په تنګې شو. وروستی ساعت په ختمېدو و چې فاطمه ناڅاپه پورته شوه، د ښوونکې پر میز کېناسته او په لوړ غږ یې د داوود سرخوش دا سندره وویله:
«زمانه بیوفایی در بگیری…
ای جدایی از کجایی سر بگیری…
شبهایی بیترانه نمانه، نمانه…
بیمهری زمانه نمانه، نمانه…»
ټول ورته غوږ و چې ناڅاپه په ښوونځي کې یو وېرونکی غږ خپور شو او ټولو ټکان وخوړ. د ټولګي ځینې شیشې ماتې شوې او د شیشو د ماتېدو او چیغو غږونه شېبه په شېبه لوړېدل.
چیغو ټول ښوونځی نیولی و. چټکه پاڅېدم، د فاطمې لاس مې ونیوه او بیرون مو منډه کړه. له وېرې مې پښې لړزېدې او پر هېڅ څه مې فکر نه شو کولی؛ یوازې مو منډې وهلې.
فاطمې ته مې وکتل. د هغې څېره هم تښتېدلې وه او یوازې یې منډې وهلې. د ښوونځي بهر ته رسېدلې و چې د بلې چاودنې غږ شو. په پښو کې مې سخت درد احساس کړ، خو پام مې ورته ونه کړ او منډو ته مو دوام ورکړ.
د فاطمې لاسونه ډېر رپېدل. له ځان سره مې وویل ښايي له ډېرې وېرې وي.
خو لړزېدل طبیعي نه و. سر مې راوګرځوه څو مخ ته یې وګورم. هغه څه مې چې ولیدل، باور یې سخت و؛ سر یې نه و یوازې یې بدن و.
چیغه مې کړه او چابک مې یې لاسونه پرېښودل. د فاطمې بې سره بدن پر ځمکه ولوېد. سترګې مې راډکې شوې او څه مې نه شو لیدلی. سترګې مې پټې او خلاصې کړې، خو هغه څه مې چې لیدل باور مې نه شو کولی.
کله؟ کله دا پېښه وشوه؟
بد احساس مې درلود. زړه مې وسوځېد، مخ مې په اوښکو لوند شوی و او حیران حیران مې کتل. پښې مې لړزېدې. ډېره وېرېدلې وم.
ولاړه وم او یوازې مې فاطمې ته کتل چې چا مې لاس کش کړ او له هغه ځایه یې لرې کړم.
ټول ځای وینو او خاورو نیولی و. څو نورې زدهکوونکې هم پر ځمکه لوېدلې وې. ویاله له جسدونه ډکه وه.
په خود راغلم او بیا مې منډې ته دوام ورکړ، خو د فاطمې جسد مې له سترګو نه لرې کېده. هغه بوږونکې شېبه راته تکرارېده.
په منډو وم چې د بلې چاودنې غږ راغی او څپې یې لرې وغورځولم. وروسته بشپړه تیاره شوه او نور پوه نه شوم چې څه وشول.





