۸صبح، کابل: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او ملکي خوندیتوب بنسټ (ECHO) نوي رییس توماس دهرمان روي، په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) له استازي کوابینا اسنتي انتیامواه سره لیدلي دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سهشنبه د تلې پر ۲۸مه ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حیاتي اړتیاوو ته پر وخت د پاملرنې لپاره د دغه صندوق او د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ادارې اوږدمهاله همکاري ارزښت لري.
دغه بنسټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې د زدهکړو، کار او بنسټيزو خدماتو ته د لاسرسي په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
دغو محدودیتونو د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د ډېرو ښځو او نجونو د ژوند شرایط هم سخت کړي دي.





