۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په شمالختیځ کې د کندوز د ساري ناروغیو د روغتون له لارې څه باندې ۲۷ زرو کسانو روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.
نوموړي سازمان سهشنبه د تلې پر ۲۸مه راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال له اپریله تر اوسه د یو زرو ۲۶۸ ښځو په ګډون دوو زرو ۱۱۴ ناروغان په دغه روغتون کې بستر او درملنه یې شوې ده.
دا روغتون د روغتیا د نړیوال سازمان په ملاتړ او د اروپايي ټولنې په تمویل وړیا تخصصي روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا روغتون ۵۰ بسترونه لري او د کندوز او څنګلورو ولایتونو هغو ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي چې په ویروسي هیپاټایټس، نري رنځ او نورو جدي ساري ناروغیو اخته دي.
یاد بنسټ په افغانستان کې د ساري ناروغیو د وړیا درملنې له کبله د اروپايي ټولنې له مالي ملاتړ او همکارۍ مننه کړې ده.





