د طالبانو له خوا د واخان سړک پرانېستل، په لومړي نظر کې له چین سره د افغانستان د نښلولو او سیمهییزې سوداګرۍ لپاره د نوې لارې پرانېستلو لپاره د دې ډلې د هڅو نښه ګڼل کېدای شي؛ خو د یوه سړک جوړولو، هغه هم د جغل اچولو په بڼه او د یوه فعال سوداګریز دهلېز د رامنځته کولو ترمنځ چې د سیمې ښکېلو خواوو ته د منلو وي، لوی واټن شته. د دغه واټن د له منځه وړلو لپاره یوازې د پرانیستې مراسم بسنه نه کوي، بلکې ګڼو هغو چارو ته اړتیا ده چې لا نه دي شوي او طالبان به یې په نږدې راتلونکي کې په اسانۍ سرته ونه شي رسولی. هغه څه چې طالبانو په بیړه پرانیستل، د چین له خوا هم د پولې پرانېستلو او د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د غوړېدو مانا نه لري. چین تر دې دمه نه یوازې د واخجیر دروازه نه ده پرانیستې، بلکې په دې برخه کې هېڅ لېوالتیا هم نه ښيي. هغه څه چې طالبانو نندارې ته وړاندې کړل، دغه هېواد پرې چوپتیا غوره کړې.
واقعیت دا دی چې طالبان د لویو پروژو پرانیستلو ته ډېره لېوالتیا لري؛ داسې مراسم چې هغوی ته د داسې حکومت انځور وړاندې کولو فرصت ورکوي چې ګواکې د بیارغونې او پرمختګ په چارو بوخت دي. د داسې رژیم لپاره چې نه کورنی مشروعیت لري نه نړیوال، د لویو نندارو جوړول ښايي د دې لامل شي چې په کور دننه او بهر ځان بل ډول وښيي. د دغو نندارو اصلي پیغام تر یو بریده څرګند دی: طالبان غواړي وښيي چې افغانستان یوازې د جګړې او ټوپک له لارې نه اداره کوي، بلکې د لویو او بنسټیزو پروژو د پلي کولو وړتیا هم لري. البته، د یوې پروژې نمایشي پرانیسته د دې مانا نه لري چې اقتصادي پایلې یې هم ترلاسه شوې دي. کله چې واخان سړک جوړ او پرانیستل کېږي، خو د چین پوله لا هم تړلې وي، عملي سوداګري نه رامنځته کېږي او عمراني لاسته راوړنه پر اقتصادي هغې نه بدلېږي.
چین د نړۍ د دویم لوی اقتصاد په توګه، د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا لپاره داسې لارو ته اړتیا لري چې د لګښت، امنیت، د لېږد رالېږد ظرفیت او د روښانه راتلونکي له پلوه اقتصادي توجیه ولري. غرنۍ لار چې د پامیر په سختو او ستونزمنو لوړو سیمو کې غځېدلې او ځینې برخې یې خامه او جغل اچول شوې وي، نه شي کولی د نړیوال معیار لرونکي سوداګریز دهلېز بدیل وګرځي.
خوندي سوداګري د یوه مسیر له فزیکي تېرېدو ورهاخو نور څه هم غواړي: سړک باید د باروړونکو موټرو د منظم تګ راتګ وړتیا ولري؛ د بیارغونې او خوندیتوب خدمات، سرحدي او ګمرکي اسانتیاوې، د بیمې میکانیزمونه او د توکو د لېږد لپاره څرګند ترتیبات برابر وي. سربېره پر دې، د واخان په څېر سیمه کې جغرافیایي او اقلیمي شرایط هم ځانګړی ارزښت لري. له لوړو غرونو څخه د تېرېدو ستونزې او موسمي محدودیتونه د توکو د لېږد لګښتونه او ناڅرګندتیا زیاتولی شي.
له همدې امله، د چین لپاره بنسټيزه پوښتنه دا ده چې ایا د واخجیر له لارې تګ راتګ د اوسنیو لارو پرتله د پام وړ اقتصادي ګټه لري که نه؟ پر نقشه د واټن لنډوالی اړینه نه ده چې د لارې د ارزانه، چټک یا خوندي مانا ولري. سربېره پر دې، لا هم څرګنده نه ده چې نور هېوادونه به تر کومه بریده د طالبانو له خوا د شویو اقداماتو هرکلی وکړي.
دغه راز، ښايي چین ته امنیتي عامل تر تخنیکي او اقتصادي ننګونو هم ډېر برخلیک ټاکونکی وي. واخان لار د چین له سینکیانګ سیمې سره د پولې په اوږدو کې پرته ده؛ هغه چې بېجینګ پکې د افراطي اسلامپالو ډلو د فعالیتونو او وسلهوالو شبکو له پراخېدو سره حساسیت لري. له همدې امله، د چین د اندېښنې وړ موضوع د اویغور وسلهوالو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو ګواښ او پر سینکیانګ د احتمالي امنیتي پایلو اغېز دی. ښايي چین وانګېري چې که د واخجیر لار پرانیستل شي، سینکیانګ ته د افراطي وسلهوالو د ننوتلو لار هم پرانیستل کېدای شي. په بله وینا، د چین له انده، د یوه سرحدي تېرېدونکي مسیر پرانیستل یوازې اقتصادي پرېکړه نه ده؛ دا پرېکړه د سرحدي کنټرول، امنیتي څار او له طالبانو سره د همکارۍ لپاره نوې اړتیاوې هم رامنځته کولی شي چې که پام ونه شي، له افغانستانه د ترهګرۍ د صادرېدو خطر ورسره مل کېدای شي.
له همدې کبله، هغه لار چې طالبانو ته لوړ اقتصادي او ستراتیژیک ارزښت لري، ښايي د چین په لومړیتوبونو کې ټيټ ځای ولري. په پایله کې بیا د واخجیر پر لار د دواړو لورو د اتکا کچه یو شان نه ده. له همدې امله، که څه هم د واخان سړک د پرانیستې په مراسمو کې د چین استازو ته بلنه ورکړل شوې وه، خو هېڅ استازي یې پکې ګډون ونه کړ. مهمه دا چې د چین له لوري د پولې د پرانیستلو هېڅ نښه نه لیدل کېږي. ښايي په مراسمو کې د چین د استازي نه ګډون د بېجینګ له لوري د سړک جوړولو او له دغه هېواد سره د سوداګریزې لارې د پرانیستلو په برخه کې د طالبانو هڅې د نه پاملرنې په توګه تعبیر شي.
د سینکیانګ د امنیت او د دغه مسیر د اقتصادي توجیه تر څنګ، د واخان د احتمالي سرحدي لارې د برخلیک په اړه د پاکستان دریځ هم ارزښت لري. د پاکستان او چین اړیکې له ستراتیژیک پلوه پراخې دي. هغه څه چې دغو اړیکو ته له عادي دوه اړخیزې همکارۍ وزن ورکوي، په پاکستان کې د چین پراخه پانګونه ده. په داسې شرایطو کې بیا که پاکستان د واخان د لارې پرانیستل له امنیتي، اقتصادي یا جیوپولیټیکي پلوه د اندېښنې وړ وبولي، د چین پر محاسبو هم اغېز لرلی شي.
د پاکستان د دریځ ارزښت هغه مهال دوه برابره کېږي چې د دغه هېواد او طالبانو ترمنځ روانو ترینګلتیاوو ته پام وشي. سمه ده چې طالبانو په څرګنده دا خبره نه ده کړې، خو د دغو هڅو یو مهمه موخه یې دا ده چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پر اړتیا اتکا کمه او په سیمهییزو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د پاکستان ونډه کمارزښته کړي. له همدې امله، اسلاماباد نه غواړي طالبان د واخان د سړک په جوړولو او د واخجیر د سرحدي لارې په پرانېستلو د تورخم، سپین بولدک او… سوداګریزو لارو له انحصاري تکیې ځانونه خلاص کړي.





