۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د بېزوګۍ چیچک (تڼاکې) مشکوکه پېښه ثبت شوې ده.
د ننګرهار عامې روغتیا روغتون کې سرچینو سهشنبه د وږي پر ۶مه ویلي چې دوه ورځې وړاندې دغه روغتون ته یو ماشوم راوستل شوی و چې په بدن کې یې د بیزوګۍ چیچک نښې نښانې لیدل کېدې.
سرچینو زیاته کړې چې ناروغ د ننګرهار عامې روغتیا روغتون کې تر درمنلې لاندې دی.
سرچینو ویلي چې ناروغ د لغمان قرغهيي ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس د ننګرهار سرهرود ولسوالۍ کې ژوند کوي.
په ننګرهار کې تر اوسه ځايي روغتیايي چارواکو رسمي څه ویلې نه دي.
د راپورونو په حواله، پرون په کابل او پکتیا کې هم د بیزوګۍ چیچک دوه پېښې ثبت شوې وې.
تازه ساینس پوهانو د بیزوګۍ چیچک ناروغۍ د نوې بڼې په تړاو چې ژر خپرېږي، خبرداری ورکړی دی.
د هغوی په وینا، د بیزوګۍ چیچک دا بڼه د کانګو له جمهوریته خپره شوې او بڼه یې د توقع خلاف ژر بدلېږي.





