۸صبح، هلمند: هلمند کې ځایی سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې یوه واده شوې ښځه او د هغې دوه ماشومان يوه طالب له خوا تښتول شوي دي.
یوې سرچینې پنجشنبه د سلواغې پر اووهویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا پېښه دوه ورځې وړاندې په باغران ولسوالۍ کې شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې ښځې دويم ماشوم څلور مياشتنی دى.
د دغې ښځې کورنۍ په هلمند کې له طالبانو غوښتي، چې د مېرمنې او د هغې د ماشومانو په اړه پلټنې وکړي او دغه کس ته سزا ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو تل د نامشروع اړیکو او جنايي جرمونو له امله د هېواد وګړي په درو وهلي دي.