۸صبح، بغلان: سیمهییزې سرچینې وايي چې ناڅرګندو وسلهوالو د بغلان په زاړه ښار کې یو ښوونکی ښوونځي ته د تګ پر مهال په ډزو وژلی دی.
سرچینو پنجشنبه د وږي پر ۱۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه تېره چهارشنبه د ماسپښین شاوخوا ۱:۴۵ دقیقې شوې ده.
د سرچینو په خبره، دا ښوونکی نعمتالله نومېده او په خپل موټر کې ښوونځي ته پر لار و چې ناڅرګندو وسلهوالو پرې ډزې وکړې.
سرچینې وايي چې د نوموړي پر موټر ۱۵ مرمۍ لګېدلې دي.
لا څرګنده نه ده چې دا ښوونکی چا او ولې وژلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې هدفي وژنې او وسلهوالې غلاوې زیاتې شوې دي.






