په جلال اباد ښار کې د دودیزو خوړو فیسټیوال او د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیستل شو
۸صبح، ننګرهار، راپور: حفيظ الله مياخېل

د خوړو دغه فیستوال د جلال اباد ښاروالۍ په نوښت د سراج العمارت بڼ کې جوړ شوی چې پکې د دې ولایت مشهور خواړه نندارې او خوراک لپاره اېښودل شوي وو.
د جلال اباد ښاروال انجنیر اباسین بهیر وویل چې په دغه فیسټیوال کې د دې ولایت مشهور خواړه لکه، شوله، سيخ کباب، روش، دوپيازه، وريت شوې غوښه، چرګ، د شفتلو سابه، پنېرک سابه، جواري، چولې او ګڼ شمېر نور خواړه نندارې ته اېښودل شوي دي.
نوموړي هیله وښوده چې د دې يو ورځني فیسټیوال په ترڅ کې به یو ځل بیا خلک د ننګسرهار د خوړو سره اشنا او د بیا ځل لپاره به دود شي، چې له امله به یې د خلکو په اقتصاد هم مثبت اغېز وکړي.
همداراز د وطن ابادۍ تر عنوان لاندې د وطني تولیداتو دوه ورځنی نندارتون هم د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل، د کرنې او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي، ولایتي شورا غړو او یو شمېر نورو چارواکو له لورې پرانیستل شو.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویل، د دې دوه ورځني نندارتون څخه یې موخه د بزګرانو تولیداتو ته بازار موندنې فرصتونو پيدا کول دي، څو د وطني تولیداتو سکتور په ملي او نړیواله کچه تقویه شي.
نوموړی وایي، په یاد دوه ورځني نندارتون کې یې په ۱۷۳ غرفو کې د ننګرهار سبزیجات، وچې مېوې، شات، زراعتي حاصلات، زراعتي وسایل او ادویه جات، تصدیقي نیالګي، د نجارۍ برخې تولیدات، لبنیات او نور ګڼ شمېر توکې نندارې ته اېښودلي دي او هیله یې وښوده چې هېوادوال به ترې لیدنه وکړي.
هغه زیاته کړه، د کوکنارو کښت د مخنیوي او په زیاته کچه اقتصادي لاسته راوړنې په موخه باید بزګران په دې ولایت کې د ستروسو او بېلا بېلو مېوه جاتو باغدارۍ، سبزیجاتو کر او نورو برخو کې پانګونه وکړي، ترڅو د افغانستان په کچه له دې ولایت څخه صادرات ولرو.
د کرنې او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي وویل، ننګرهار زراعتي او اقتصادي ولایت دی او هڅه کوي چې د هېواد په کچه یې د صنعتي ولایت په توګه هم بدل کړي.
نوموړي زیاته کړه چې دا مهال شپېته سله افغانان له کورنیو تولیداتو ګټه پورته کوي.
د احدي په خبره، په پلان کې لري چې د زونونو او په ملي کچه د وطني تولیداتو نندارتونونه جوړ کړي او همدا راز ډېر ژر به په خلیج کې هم یو نندارتون جوړ شي، چې په کې به وطني تولیدات نندارې ته وړاندې شي.
د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې هم د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري کلتوري نندارتون تر سره شوی ؤ.