۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې د پروان په سیاهګرد ولسوالۍ کې د اغاخان موسسې په ملاتړ د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
باختر خبري اژانس پنجشنبه د زمري پر ۸مه راپور ورکړی چې د اوبو دا شبکه د سیاهګرد ولسوالۍ په «عثمانغني» کلي کې جوړه شوې ده.
د راپور له مخې، پر دغې شبکې ۴.۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې اغاخان موسسې ورکړې دي.
په پروان کې د طالبانو د کلیو او بیارغونې ریاست مسوولانو ویلي چې د دغه پروژې په بشپړېدو، ۲۳۲ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی سخت شوی دی.
په ډېرو په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې ګڼې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته اړین لاسرسی نه لري او د اوبو رسولو د زیربناوو کمښت، اقتصادي ستونزې او وچکالي یې مهم لاملونه ګڼل کيږي.





