د تورې او تیارې خونې په یو کونج کې چې یوازې یوه کړکۍ یې لرله، ناسته وه او خپل ستړی ستومانه بدن یې یو سوړ دیوال ته تکیه کړی و. د دروازې په غږ یې ټکان وخوړ او پورته شوه، داسې چې د سوک او لغتو او قمچینو ګوزارونو په تمه وه چې پر ستړي ستومانه بدن یې وخوري او ساه یې په سینه کې بنده شي. هماغسې حېرانه پاتې کېږي او په پړسېدلو سترګو په عجیب انداز نیمې پرانېستې دروازې او ولاړو کسانو ته ګوري چې د هر یوه څېره ورته اشنا ښکاري. اشنا غږ یې تر غوږو کېږي او د حال احوال پوښتنه یې کوي. یو ځل بیا ټکان خوري او زړه یې د هغو دوستانو په لیدلو ارامېږي چې موده کېږي لیدلې نه دي؛ خو لا یې هم وېره په سترګو کې لیدل کېده. کله چې خوله خبرو ته جوړوي لومړنۍ جمله یې نامفهومه پوښتنه ده چې د ورور له ښځې یې کوي. دوه وارې یې پوښتي: «څوک راغلي نه دي؟» د «نه!» په اورېدلو یو څه د اسودګۍ او ارامۍ احساس کوي.
لړزانده او اندېښمن بدن یې د هغه چا په څېر دی چې یو لوی جرم یې کړی او په تېښته وي، خو هغه نه مجرمه ده او نه یې کوم جرم کړی دی؛ بلکې د خپل مېړه دولس کلنو ظلمونه او نادودو زغمل یې له وسه پورته شوې او په لومړي وار یې د نابرابرۍ پر وړاندې غږ پورته کړی او د مېړه کور یې پرېیښی دی. اوس هم د خپل ظالم مېړه انتظار کوي چې یو ځل بیا یې په وېښتو کې لاس ننباسي او په وهلو ډبولو یې کور ته ستنه کړي.
د مېړه د نه راتګ په شورماشور او ناارامه شېبو کې یې ستونی راډکېږي او ستونی پاکوي. ناڅاپه یې د درېیو ورځو ناکراري، بې خوبي او ناویلې په اوښکو او اه بدلېږي او ژړغونی غږ یې د خونې ساړه دیوالونه لړزوي او چیغې وهي. له سترګو یې داسې اوښکې بهېږي چې ګومان کېږي ډېره موده یې توی کړې نه وي. په ژړا ژړا کې ناڅرګندې او نامفهومې جملې وايي چې په اسانۍ پرې پوهېدل ناشونې دي. په دې سره یې ژړا او چیغې زور اخلي، داسې چې غواړي د کلونو خپګان او کړاو قصد په یو ځلي واخلي او خپل زړه سپک کړي؛ خو هغه دومره درد لري چې ان څو که پرلپسې ورځې هم اوښکې توی کړي، د زړه دروندوالی به یې سپک نه شي. له څو شېبو او ژړا وروسته یې خبرې یو څه څرګندېږي او د هغو ظلمونو او کړاوونو په هکله وايي چې کلونه یې زغملي دي.
دولس کاله وړاندې د مروې (مستعار نوم) په نوم یوې نجلۍ د پسرلي په یوه ورځ کې له داسې کس سره واده وکړ چې کابو لس کاله ترې مشر و. د هغې واده هم د ډېرو افغانانو په څېر د کورنۍ په خوښه وشو. هغه مهال مروه شل کلنه وه او د کورنۍ په خوښه یې باید واده کړی وای، که نه نو وخت یې تېرېده او څوک یې وړلو ته نه راته. هغې هم د خپلې کورنۍ په خوښه او ټینګار واده ته غاړه کېښوده. له واده وروسته پوهېږي چې دوزخ ته یې ځان غورځولی او هغه سړی چې پرښتې ته ورته و، ډېر سپک او بد و؛ هغه وخت پوهېږي چې نه د بېرته راتګ لار لري او نه هم د تېښتې. ځکه د ډېرو په خبره، هغه په سپینو جامو کې د پلار له کوره تللې او باید له کفن سره هدیرې ته لاړه شي: «د واده له لومړۍ ورځې مې ښه ورځ ونه لیده. مېړه مې ښه سړی نه و، خو نه مې شوای کولای چې د بد چلن له کبله یې چاته او ان خپل پلار ته څه ووایم. ځکه پوهېدم چې نور د پلار په کور کې ځای نه لرم او پلار او ورونه مې ملاتړ نه کوي. یوازې زه بدبخته نه یم، د خویندو وضعیت مې له ما بدتره دی او ان یوه خور مې له واده وروسته په کور کې د بندیوانې په څېر ژوند کوي او مېړه یې نه پرېږدي چې د کور له وره بهر شي، خو پلار او ورونه مې سره له دې چې پوهېږي خور یې له کوم وضعیت سره مخامخ ده، د خلاصون لپاره یې هېڅ هم نه کوي.»
هغه پوهېده چې نور د پلار او ورونه ملاتړ ورسره نه شته او ان که مېړه یې د وژلو اراده هم وکړي، کورنۍ یې لاسوهنه نه کوي. مېړه یې بد چلن، ظلم او ربړې ته دوام ورکوي او هغه هم غږ نه پورته کوي: «لومړی وار چې پلار او ورونه مې پر ما له شویو ظلمونو او نادودو خبر شول، د واده مې دوه کاله وتلي وو او یو اولاد مې لاره. مېړه مې د ژمي په یوې یخې شپې کې ووهلم او له کوره یې وشړلم. په کوڅه کې له ساعتونو انتظار وروسته اړه شوم چې د پلار کور ته لاړه شم؛ خو وروسته زه پړه هم شوم چې ولې تر مرګه په هغې کوڅې کې مړه نه شوم او د پلار کور ته لاړم. کله مې چې پلار او ورونو ته وویل چې ټول د پړې ګوته ماته نیسي. راته ویل یې چې ولې زموږ کور ته راغلې، همالته باید مړه شوې وای او زموږ دروازې ته نه وې راغلې، موږ ستا په ژوند کې هېڅ لاسوهنه نه کوو. هماغه ورځ پوه شوم چې د شکنجې له زغملو پرته بله لار نه لرم. بېرته کور ته لاړم او په ټولو لوښو په دا سرسر وویشتل شوم.»
مېړه یې له هغې وروسته مروه په بې رحمۍ وهله ډبوله او ان تر اوسه یې په بدن کې د ربړې نښې لیدل کېږي. سر یې مات دی، لاس یې مات دی او ټول بدن یې خوږېږي؛ خو هغه وايي چې هېڅ درد د کورنۍ د ردولو په څېر درد نه لري، هغوی چې د خپل اولاد د زجر غږ یې اورېده، خو د ژغورلو لپاره یې هېڅ ونه کړل. مروې د خپلو خوېندو برعکس له خپلو ورونو غوښتي و چې ملاتړ او له طلاق سره یې هوکړه وکړي، خو د کورنۍ یوه غړي یې هم ملاتړ ونه کړ.
له هغه کس سره تر اووه کلن ژوند وروسته او د طالبانو واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د هغې له مشورې او غوښتنې پرته ایران ته ځي او څلور کاله یې په ایران کې یې هم په بېلابېلو بڼو شکنجه کوله. مروه اوس درې واړه اولادونه لري او ټوله هیله یې د خپلو اولادونو لویول دي چې یوه ورځ یې د ظالم پلار له منګولو وژغوري: «اولادونه مې یوازینۍ هیله ده. ځکه مېړه مې ان په خپلو اولادونو هم رحم نه کوي او ټول شکنجه کوي. هیله لرم یوه ورځ لوی شي او له هغه سړي څخه د ځان او زما له حقه دفاع وکړي.»
د هغې تریخ ژوند په افغانستان کې له سلګونو مېرمنو سره ورته دی. هغوی چې د هر ډول تاوتریخوالي قربانیانې دي او له خپلو حقونو د نه پوهاوي له کبله دا خپل مسوولیت او د برخلیک یوه برخه ګڼي او مني یې. مروه هم د دغو مېرمنو له ډلې یوه ده؛ داسې مېرمن چې له واده دولس کاله وروسته هم نه پوهېږي چې له خپل مېړه څخه د جلا کېدو لپاره چېرته لاړه شي او څنګه خپل حقونه وغواړي؛ ځکه هر وار یې چې د بېلېدو او طلاق خبره کړې، نه یوازې مېړه بلکې د کورنۍ غړو یې وېرولې او ویلي دي چې طلاق دومره اسانه نه دی. که هغه د بېلوالي غوښتنه وکړي، مېړه یې ماشومان ترې اخلي او ټول یې یوازې پرېږدي.
مروې دولس کاله په همدې وېرې، بېلابېل ظلمونه او شکنجې زغملې او د ځان د خلاصون لپاره یې هېڅ کړي نه دي. اوس یې د خپل مېړه له شکنجې څخه د تېښتې جرات کړی او د طلاق غوښتنه یې کړې؛ خو د مېړه ګوتڅنډونو او شکنجو وېرولې چې هسې نه پیدا یې کړي او له منځه یې یوسي.





