د وخت په تیارو شېبو کې د یلدا پر وروستۍ شپې فکر کوم چې د طالبانو تر سیوري لاندې سبا کېږي او له همدغه ځایه د ازادۍ پر سبا زړه تړم. داسې یو سهار چې پکې د بندیزونو او وېرې هېڅ نښه نښانه نه وي؛ ټول ازاد او تیارې کډه بار کړې وي. نجونې او ښځې خوشحاله اوسي، د غم او خپګان جامې یې ایستلي او پر شونډو یې موسکا خپره وي. هغوی بریالي شوي او خپل بری نمانځي.
خو دا خوږه هیله به دومره ژر رښتیا شي؟ دا داسې یوه پوښتنه ده چې پر ځواب یې څوک نه پوهېږي. د هیلې او ناهیلۍ ترمنځ خیال او فکر کې بیا د ژمي د لومړۍ شپې نمانځنه کوو او په دې پلمه هڅه کوو چې یو شېبه له خپلو خپلوانو سره خوشحاله واوسو. خو په حقیقت کې دا شپې زموږ لپاره، هغوی چې له زدهکړو محرومې شوې، یوه بله توره شپه ده؛ داسې شپه چې پکې د خپلو هیلو او ارمانونو پر ماتم ناستې دي.
ځينې دا شپه پر خوښۍ نمانځي، تر سبا خبرې کوي، خاندي او شعرونه لولي. خو له میاشتو راهیسې موږ افغان نجونې او ښځې د خپلو ارمانونو په ماتم کې شپې سبا کوو او تر سهاره د هغو ورځو ارمان کوو چې ښوونځي ته به تللو، پوهنتونونه پرانېستي وو، کار مو کاوه او هېڅ بندیز مو لاسونه او پښې نه وې تړلې. اوس د یلدا شپې د اوږدوالي په څېر بندیزونو کې راګیر یو او د ارامه ساه ایستلو اجازه یې هم راڅخه تروړلې ده.
د دې شپې اوږدوالی د هغو دردونو څرګندونه کوي چې په تېرو څلورو کالو کې مو تجربه کړی او لا یې هم زغمو. هره شېبه د بندیزونو د لرې کېدو او د طالبانو واکمنۍ د پای ته رسېدو په تمه تېروو، خو د ازادۍ هېڅ زېری نه راسېږي او داسې هېڅ رڼا نه ښکاري چې زړونه مو پرې خوشحاله شي. دغو ټولو محدودیتونو ستړې او اندېښمنې کړې یو.
زه له زدهکړو د یوې محرومې نجلۍ په توګه اندېښمنه یم چې هسې نه یوه ورځ نړۍ او خپل هېوادوال مې هېر کړي چې افغان ښځې له خپلو لومړنیو حقونو محرومې دي او دا مساله داسې عادي شي چې څوک ونه پوښتي چې ولې د دغه هېواد ښځې هېڅ چېرته حضور نه لري: نه په ښوونیزو مرکزونو کې، نه کار ځایونو کې، نه په دولتي ادارو کې، نه په حکومت کې، نه په ټولنه کې. لاس یې له هر څه لنډ شوی او داسې لکه په دغه هېواد کې چې هېڅ ښځه نه وي؛ ناخبره له دې چې ښځې د ښځې توب په جرم د کورونو د څلورو دیوالونو ترمنځ بندیوانې دي. ځکه د واکمنو له انده، په ټولنه کې د ښځو حضور وسوسه پاروي او ګناه لري.
دا باور، په ټولنه کې چې مخکې هم د ښځو له حضور سره جوړ نه و، د ریښې غځولو په حال کې دی. داسې لکه ګڼو چې منلې وي چې د ښځو ځای کور دی؛ ځکه څوک د ښوونځیو او پوهنتونونو له پرانېستلو څه نه وايي، څوک له نجونو نه پوښتي چې ایا غواړي درس ووايي، څوک د نجونو پر زدهکړو لګښت نه کوي، له چا د ارمانونو پوښتنه نه کېږي، هېڅ مېرمنې ته د خپلواکۍ انګیزه نه ورکول کېږي، هېڅ مېرمن مالي ځان بسیاینې ته نه هڅول کېږي او هېڅ نجلۍ او ښځې ته د الوتلو وزرونه نه ورکوي. ټول د خپلو لوڼو د واده غم اخیستي او د زدهکړو او کار ارمان یې له یاده ویستی دی.
هماغسې چې ګڼ کتابونه د کور په یو کونج کې خاورې کېږي، اوس د ټولو نجونو برخلیک هم همداسې دی. ښايي څوک د کتابونو پرانېستلو انګیزه ونه لري. دوه او ان درې کاله مو د ښوونځيو د بیا پرانېستلو په هیله تېر کړل او په دې موده کې تل د خپلو کتابونو خواته لاړو، باوري و چې دا محدودیتونه به پای ته ورسېږي. ګومان مو کاوه چې د طالبانو واکمني به وپرځېږي یا د نړیوالې ټولنې فشار به یې اړ کړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانېزي. خو اوس ناهیلې شوې یو؛ ځکه نه یوازې دا محدودیتونه لرې شوې نه دي، بلکې زور یې اخیستی دی.
د دغه ټاټوبي نجونو ډېرې شپې د خپلو هیلو په ارمان سبا کړې دي، له ډېر خپګانه یې سترګې نه دي پټې شوې. ټولې اندېښمنې دي؛ هغې راتلونکې ته اندېښمنې چې طالبانو ورته رسم کړې، داسې راتلونکی چې ښځې پکې هېڅ حق نه لري او یو ځل بیا تیارې ته ټېل وهل شوې دي.
افغان نجونې او ښځې د هغې شپې د نمانځې پر لور ځي چې د هغوی د بدبختیو او تیارو په څېر اوږده ده. موږ په دې شپه کې – چې مخکې مو هم تیارې او غمځپلې شپې سبا کړې – هیله کوو چې دا دې د مستبد بیرق لاندې د یلدا وروستۍ شپه اوسي چې سبا کېږي. د هغې ورځې په هیله چې سهار مو په ازادۍ کې وي او ښځې او نجونې له موسکا په ډکو خولو د نوي پیل جشن ونمانځي.





