• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د درېدو روایت؛ هغه نجلۍ چې ځان یې له حذف کېدو وژغوره

عزیزه محمدي عزیزه محمدي
۲۵ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1765900477]
Exclusive

Exclusive

خپل بکس بندوي، ټيکري پرمخ راکاږي او څو شېبې تم کېږي. ژوره ساه اخلي؛ داسې لکه غواړي چې وېره تېره کړي. یوازې دوه ورځې کانکور ازموینې ته پاتې دي. هر څه تیار دي؛ کتابونه، اسناد، ان تورې جامې چې باید د ازموینې پر ورځ یې واغوندي. ناڅاپه یې مبایل ته زنګ راځي او هماغه څو لنډې جملې هر څه له خاورو سره خاورې کوي: «له نجونو ازموینه نه اخیستل کېږي.»

یوه شېبه وخت په ټپه درېږي. دولس کاله زده‌کړې چې شپې د څراخ تر تتې رڼا تېرې شوې، هیلې چې ارامه او بې غږه لويې شوې، هر څه د یوې نالیکل شوې پرېکړې له کبله ودرېدې. درنه پوښتنه یې په ذهن کې څرخي؛ داسې پوښتنه چې لا ځواب نه لري: ولې؟

مېرمن قهرماني د هغو زرګونو نجونو له ډلې ده چې له زده‌کړو پاتې ده او پر زده‌کړو یې بندیز لګېدلی؛ داسې بندیز چې تمه کېده په ټپه یې ودروي، خو سر یې ټيټ نه کړ او د ټولو بندیزونو له تله یې د ژوند د دوام لپاره نوې لار جوړه کړه.

هغه د ۱۳۸۳ کال په پسرلي کې د دایکندي په یوه لرې پراته کلي کې نړۍ ته راغله؛ هغه ځای کې چې ماشومتوب له عادي حالت مخکې پای مومي. ډېر ژر یې پر اوږو د مسوولیتونو بار کېښودل کېږي او وړاندې له دې چې هیلې یې وټوکېږي، د ژوند له سختو واقعیتونو سره مخېږي. د مور ناروغۍ د ژوند پېټی نور هم پرې درنوي. هغې به د زده‌کړو ترڅنګ د کور کارونه او د خپلو وروڼو پالنه هم کوله. نوموړې د ماشومتوب په هماغو کلونو کې د «باید» مانا تر «غواړم» وړاندې زده کړې وه.

له دې ټولو سره سره، کتاب ورته پناه و. لوستل یوازې ساتېري نه وه؛ د ساه ایستلو لار وه. هغه نړۍ چې د کتاب په پاڼو کې پرانېستل کېده، هغې ته یې ورښوده چې له دیوالونو هاخوا هم لیدل کېدای شي، ان کله چې لارې تړلې وي. د لوستلو همدا لېوالتیا ورو ورو لیکلو پورې ورسېده؛ د هغو څېزونو د ثبت هڅه چې نه ویل کېدل.

د ښوونځي وروستی کال تر ټولو سخت کال شو. د حکومت له پرځېدو وروسته نجونې له ښوونځي راوګرځول شوې. خو مېرمن قهرماني له څو نورو ټولګیوالو سره په پټه زده‌کړې کولې. سهار وختي به یې تور ټيکري پر سر مخونه به یې پټ و، له فرعي او غرنیو لارو ښوونځي ته تللې. وېره ورسره تل مله وه؛ له لیدل کېدو وېره، له درول کېدو وېره، له دې وېره چې ښايي دا نیمه پټه لاره هم پرې وتړل شي. له دغو ټولو ستونزو سره سره یې، یو کال تېر کړ؛ داسې یو کال چې تر ډېره د مقاومت په څېر و نه د زده‌کړو.

کله چې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړل شوې او د کانکور ازموینه یې لغوه شوه، په ژوند کې یې لویه تشه رامنځته شوه. داسې راتلونکی چې کلونه یې ورته پلان جوړ کړی و، ناڅاپه له خاورو سره خاورې شو. د ناهیلۍ شېبې راغلې، خو تم نه شوې. مېرمن قهرماني دا درک کړې وه: که کومه لاره یې وتړله، باید بله لار جوړه کړو.

هغې انګلیسي ژبه زده کړه او TOEFL ازموینې ته یې تیاره ونیو. میاشتې یې درس ووایه او د کاناډا بورسیې په ترلاسي بریالۍ شوه. خو د ازموینې رسمي مرکز هم د نجونو پرمخ وتړل شو او مجبوره شوه چې ازموینه په انلاین بڼه له کوره وکړي؛ داسې یوه ازموینه چې له تخنیکي تېروتنو وروسته هر څه پرېوتل او د تکرار چانس یې نه و. وروسته یې په Duolingo ازموینې کې ښې نومرې واخیستې، خو دا وار فقر، د سفر محدودیت او د محرم شرط پرې لار وتړله او بورسیه یې له لاسه ووته. د مېرمن قهرماني لپاره، دا یعنې له هغې راتلونکې پاتې کېدل چې هغې یې حق درلود؛ یوازې د دې لپاره چې نجلۍ ده. له دې ټولو سره سره یې اجازه ورنه کړه چې دا محرومیت ترې بل څه جوړ کړي او هیلې یې نه ترلاسه کېدونکې پاتې شي.

له دغو ټولو ننګونو سره سره د کورنۍ اقتصادي فشار مجبوره کړه چې ژر کاروزګار پیل کړي. هغې معلمي وکړه، تجربه یې ترلاسه کړه او وروسته د خپلې خور په همکارۍ، د ککو د تولید کوچنی کاروبار یې پیل کړ. کار یې له صفره پیل کړ؛ په بازار کې له محدود پلور څخه تر انلاین اعلانونو پورې. منفي نظریې، د شاوخوا خلکو شک او د امکاناتو کمښت د دې سختې لارې برخې وې. خو دا یوازې د عاید سرچینه نه وه؛ بلکې د خپلواکۍ هڅه، پر خپلو پښو درېدل او د حذف کېدو نه منلو نښه وه.

په هماغو تیارو ورځو کې یې لیکل لا جدي پیل کړل. داسې شپې یې تېرې کړې چې له غم، روحي فشار او ستړیا ډکې وې؛ شپې چې پکې ارام ځای نه درلود. لیکل یوازینۍ لار وه چې د دوام ځواک یې ورکاوه. د هماغو شپو پایله یو کتاب شو، «شب‌های آبي»؛ د یوې نجلۍ کیسه‌ چې د ژوند په تر ټولو سختو او تیارو شیبو کې هم نه تسلیمېږي. دا کتاب تر دې چې د لوستونکي لپاره وي، د هغې د ژغورنې لاره وه؛ د ځان ساتلو او په هغې نړۍ کې د ژوندي پاتې کېدو هڅه چې غوښتل یې هغه له منځه یوسي.

نن مېرمن قهرماني د کار کولو ترڅنګ، په مینه او لیوالتیا د افغانستان په انلاین نړیوال پوهنتون کې د ارواپوهنې څانګه وايي. زده‌کړه لا هم هغې ته یو خوب دی؛ داسې خوب چې بڼه یې بدله شوې، خو هېڅکله تت شوی نه دی.

مېرمن قهرماني، اتله نه ده چې هر څه یې وړي؛ ځکه اتله ده چې درېدلې، ان کله یې چې بایللې ده. ځکه اجازه یې ورنه کړه چې محرومیت یې خاموشه کړي. ځکه د بندیز له زړه یې مانا پنځولې ده.

د هغې کیسه د زرګونو نورو نجونو کیسه ده؛ هغه نجونې چې له زده‌کړو محرومې شوې، خو له هیلو او ارمانونو نه. د مېرمن قهرماني کیسه یوه ژوندۍ بېلګه ده چې له زده‌کړو مخنیوی پای نه دی؛ بلکې یوازې د مبارزې بڼه بدلوي. هغه لا هم درس وايي، لا هم لیکل کوي، لا هم جوړول کوي او لا هم مبارزه کوي او دا «لا هم» یې د داستان مهمه کلمه ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د یلدا شپې په څېر اوږده محدودیتونه
د ښځې غږ

د یلدا شپې په څېر اوږده محدودیتونه

۳۰ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1766332098]
دیارلس کسان په يوه څلور کسیز موټر کې؛ د قاچاقي سفر له کړاوه ډکه کیسه
د ښځې غږ

دیارلس کسان په يوه څلور کسیز موټر کې؛ د قاچاقي سفر له کړاوه ډکه کیسه

۲۷ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1766077387]
د زرفشان تریخ ژوند؛ «له کړاو او شکنجې څخه چېرته شکایت وکړم؟»
د ښځې غږ

د زرفشان تریخ ژوند؛ «له کړاو او شکنجې څخه چېرته شکایت وکړم؟»

۲۲ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1765638607]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.