دا چې څو بجې وې، توپیر یې نه درلود؛ نیمه شپه یا نږدې ملا اذان. یوازینی څه مې چې احساس کاوه، فشار و؛ د هډوکو پر هډوکو فشار او په سختۍ ساه ایستل. دیارلس کسان، دیارلس ژوندي او وېرېدلې ارواوې چې په یوه څلور کسیز موټر کې پر یو بل بار وو. مریم د خپل پلار ترڅنګ په شاه څوکۍ کې بنده وه؛ هغه پلار چې مړې خولې پرې راماتې وې او په وېرېدلو سترګو یې سړک ته کتل.
مریم وايي چې د موټر هر کوچنی ټکان د لویې زلزلې په څېر و چې له پښو تر سره یې څپې وهلې. نه سم کیناستېدای شو، نه ټيټېدای شو او نه مو ژوره ساه ایستلی شوای. په موټر کې بد بوی و؛ نااشنا بوی چې نه پېژندل کېده له کومه راځي او علت یې څه دی. په هغو سختو شېبو کې مې نه پام شعر ته و او نه حقوقو ته؛ یوازینۍ موخه مې له دغه موټره ښکته کېدل او بې له دې چې بدن یا مو جامې پرې شي، له اغزن تاره تېرېدل و.
په لړزېدلي غږ وايي: «د موټر دننه هوا د بې کړکۍ کوټې په څېر ګرمه وه. چا خبرې نه کولې یا یې د خبرو جرات نه درلود. د پرې شویو ساوو او زنګونونو د لګېدو غږونه اورېدل کېدل او د خولو څاڅکي له شقیقو څخه څڅېدل او بوی یې خپرېده. د ټولو جامې نمجنې وې؛ لکه د باران لاندې چې پاتې شوې وي. مور مې د شونډو لاندې دعاوې کولې. پوهېدم پښې یې بې سیکه شوې او درد کوي؛ خو غږ یې نه کاوه او کله به مې چې وروکتل، د ناهیلۍ له تله یې موسکا کوله او په شونډو یې راته ښوده چې ګومان ونه کړم غمجنه ده. پلار مې خپلې ګوتې له یوې بلې سره ټينګولې او ورور مې د مور او بلې مسافرې ښځې تر مټو لاندې پټ شوی و. ماشوم ګومان کاوه چې دغو ټولو کړاوونو، تنګ ځای او له اغزن سیم څخه تر تېرېدو وروسته جنت پروت دی. خور مې چې د کورنۍ کوچنې غړې ده، د شیشې ترڅنګ یې کېنولې وه. له پیله یې د لوبو له ملګرو زړه نه جلا کېده او ویل به یې، هغه ځای ته چې روان یو ښه ځای نه دی. غوښتنه یې کوله چې پاتې شو او پر هغې ورځ چوپه ناسته وه او له خاورو دوړو ډکې کړکۍ له لارې یې د تیارو او وچو دښتو پر لور کتل. پلار مې ورته ویلي و چې هره ورځ یې پارک ته بیايي او نور به په کوڅه کې له خاورو او ډبرو سره لوبې نه کوي.»
کله چې مریم د خپلې خور په اړه خبرې کوي، غږ یې نور هم لړزه اخلي او په خواشینۍ وايي: «موږ چې کله موټر ته پورته شو، رڼا وه او ټوله شپه په سړک کې روان و. چلوونکي هڅه کوله وښيي چې ښه سړی دی؛ خو له سترګو ښکارېده چې که پیسې نه وای، پر هغې شپې حتماً کومه بلا راباندې راوسته. ډېر مې اورېدلي چې په قاچاقي لارو کې ډېرې پيغلې او ماشومان ورک شوي. هر وار به مې چې ورور او خور ته کتل، زړه به مې راډکېده او یوازې مې دعا کوله چې که هره بلا راباندې راځي، یو ځای اوسو؛ که ویې وژلو یا یې ټوټه ټوټه کولو، یو ځای اوسو. پر ټوله لار مې د پلار له خولو ډک لاس نیولی و. وېرېدم چې هسې نه چېرته پاتې شم او د پلار لاسونه مې ورک کړم، یا دا چې پیغله یم کوم بل ځای ته مې یوسي.»
مریم لږه شېبه تم کېږي او پر غاړې لاس تېروي؛ داسې لکه غواړي چې خپلې سلګې تېري کړي، څو د خبرو خنډ یې نه شي. وايي چې هغه شپې یې د ژوند سختې شپې وې او له نیمروز څخه تر تېرېدو وروسته یې نور ښه ورځ نه ده لیدلې. له دغه ټول کړاو سره سره یې لوږه او تنده هم هېره شوې وه. یوه بشپړه ورځ یې پر اوبو څکه هم نه وه کړې او په دښتو کې اړینه ډوډۍ هم نه موندل کېده. ان د ډوډۍ په اړه یې فکر نه کاوه؛ یوازینۍ هیله یې دا وه چې له موټره روغ رمټ ښکته شي او له اغزن تاره واوړي.
ژوره ساه باسي څو د خبرو په وخت کې بنده نه شي. د زړه درد یې حس کېده. وايي: «کله چې موټر ودرېده، چوپتیا خوره شوه چې له هر غږه یې غږ لوړ و. ټول پوهېدو چې څه راباندې کېدونکي دي. چلوونکي په غوسې او امرانه توګه وویل چې ښکته شئ. سر مې تاوېده؛ نه پوهېږم په موټر کې د بد بوی له کبله و یا له لوږې. پښې مې ویدې وې او په زوره مې کشولې. له موټره ښکته کېدل لکه په نوي جهنم کې د بیا زېږېدو په څېر و. ځمکه له هماغه ځایه سړه برېښېده او له موږ سره یې د پردي په شان چلن کاوه. یوازینۍ رڼا هماغه څراغ و چې له چلوونکي سره و او له موږ مخکې روان و. پلار مې د خور او ورور لاسونه نیولي وو او زه مې د مور تر څنګ روانه وم. موږ ټول هغه کاروان وو چې د قاچاقبر په تعقیب مو غوښتل خیالي جنت ته ورسېږو. اسمان تیاره او ځمکه سړه وه. وچې خاورې مو تر پښو لاندې غږ کاوه. کله کله به چوپتیا د پلار او یو بل سپین ږیري د ټوخي په غږ ماتېده او قاچاقبر به په غوسې راتاو شو او ویل به یې چې ډېر شور مه کوئ. هغه له موږ چابک و او په وارخطایۍ به یې کله کله شاته کتل.»
مریم په ارام او لړزېدلي غږ چې له سترګو یې اوښکې هم روانې وې، وویل: «کله به مې چې د مور پښه وښوېده، لاس به مې یې نیوه څو ودرېږي. له کاروانه شاته پاتې کېدو او منډې به مو وهلې. ان کله کله به مو هڅه کوله چې د ګامونو غږ مو له نورو لوړ نه شي. ټول په منډه وو؛ موږ، سیوری، ساوې، هیلې او ان د مور د شونډو لاندې دعاوې. او ما به له ځان سره ویل چې کاش د کوچنۍ خور خبره مو منلې وای او پاتې وای؛ خو اوس اوبه له ورخه تېرې وې.»
نوموړې زیاتوي: «له نږدې دوه ساعته مزل وروسته اغزن تار ورو ورو نږدې شو. کله چې اغزن تار ته ورسېدو، د سرحدي ځواکونو د ډزو وېره کمه شوه او په احتیاط باید له تاره تېر شوي وای. هر ګام مو باید په ډېر احتیاط وای؛ که نه نو په یو غږ یا تماس باندې ټوټه ټوټه کېدلو.»
ګواکې د ژوند پای نه، بلکې پیل ته رسېدلي وو. په سلګیو سلګیو وايي: «له اغزن سیم تر تېرېدو وروسته مې نور څه په یاد نه دي. کلمې، شعرونه، خپله خوښه او هیله مې د پولې هغې غاړې ته پرېښودې او یوازینی څه مې چې له ځان سره راوړل، وېره او بې وسي وه. له نږدې مې پلار راغږ کړ: نور خلاص شو. ما غوښتل وژاړم او ووایم پلاره، دا یې پیل دی.»
دا سخته تجربه پر هغو شوې چې ناقانونه کډوالۍ ته یې مخه کړې؛ لوی ټپ. خو د مریم لپاره دا درد د یو عمر په څېر لوی دی. له درېیو کالو تېرېدو وروسته لا هم د اغزن تار او په توره تیاره کې د ترهېدلو ګامونو غږ اوري او هماغه هوا او بوی یې ساه تنګوي. هغه وايي د اغزن تار غږ د هغو شعرونو غږ و چې په ستوني کې یې بند پاتې شول. هغه اوس داسې شاعره ده چې د کلمو پر ځای اوبه سمبالوي او ټول پام یې پر ونو دی؛ څو په رېښو کې یې هیله وچه نه شي.





