۸صبح، خوست: سیمهییزې سرچینې وايي چې د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې یو ځوان ځانوژنه کړې ده.
سرچینو یکشنبه د تلې پر ۱۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا ځوان حمیدګل نومېده او د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د سرچینو په خبره، دا پېښه نن شوې خو تر اوسه یې لامل څرګند نه دی.
سرچینې وايي چې اقتصادي ستونزې، بېکاري او ناڅرګنده راتلونکې هغه لاملونه دي چې ځوانان ځان وژنې ته هڅوي.
ویل کېږي دا په خوست کې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د ځانوژنې پنځلسمه پېښه ده چې ثبت شوې ده.





