۸صبح، ننګرهار: سیمهییزې سرچینې په ننګرهار کې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې د یو ځوان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۲۷مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې یو ځوان تېر ماښام د کامې ولسوالۍ اړوند په «زاخېل» کلي کې له یو بل کس سره تر لفظي شخړې وروسته وژل شوی دی.
د سرچینو په خبره، د دغه ځوان نوم سباوون و او د کرکټ د سیالۍ پر سر تر لفظي شخړې وروسته د تومانچې په ډزو ویشتل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هدفې وژنې، وسلهوال بریدونه او امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.






