۸صبح، کابل: نړیوال بانک ویلي چې په افغانستان کې ۱۵.۹ میلیونه وګړي د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي او د پېرلو ځواک د کمښت او د بیو لوړېدو د کورنیو وضعیت ناوړه کړی دی.
نړیوال بانک چهارشنبه د لړم پر ۲۷مه راپور ورکړی چې کورنۍ د اقتصادي فشارونو سره د مبارزې لپاره، د کاري ورځو د کمښت او د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو سره مخ دي.
د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر میاشت کې ورځ مزدورانو د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۴ سلنه لږې کاري ورځې لرلې دي.
همداراز، د دوی د یوې اوونۍ کاري عاید د تېر کال پرتله د غنمو ۲۷ سلنه لږ اوړه پېرلې او د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د خلکو د پېرلو ځواک کم شوی دی.
نړیوال بانک زیاتوي چې کاریګرو او له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو تر نورو ډېر زیان لېدلی دی.
له بلې خوا، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې تر نیمايي ډېرې راستنېدونکې کورنۍ نه شي کولی د خپلو عایداتو له لارې د ژوند بنسټیزی اړتیاوې پوره کړي.






