۸صبح: د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په کابل پوهنتون کې یوې غونډې ته ویلي چې د شافعي مذهب له پیروانو سره تعامل ناروا دی.
د طالبانو مشر سهشنبه د لړم پر ۲۶مه په خپله وینا کې په افغانستان کې د بېلابېلو مذهبونو له حضوره انکار کړی دی.
هغه ادعا کړې چې اوس د هېواد ټول وګړي د حنفي مذهب پیروان دي.
هغه ویلي چې په افغانستان کې د مذهبونو تنوع پای ته رسېدلې او په خپله خوښه یې د مذهب اړوند ټاکلې لاره غوره کړې ده.
هبت الله ویلي: «په افغانستان کې ټول خلک پر حنفي مذهب روان دي، له شافعي سره تعامل ناروا دی. خبره خلاصه ده. اوس ټول پر یوه لاره روان دي.»
همداراز نوموړي ادعا کړې چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د جمعې لمونځونه په بشپړ او سم ډول ادا کېږي.
ورته مهال د محمدکریم خلیلي په مشرۍ د افغانستان اسلامي وحدت ګوند د طالبانو د مشر څرګندونې د هېواد له تاریخي او ټولنیزو واقعیتونو سره په ټکر کې بللې دي.






