۸صبح، کابل: نړیوال بانک ویلي، په افغانستان کې د اوبو ناامني پر اقتصادي ودې، کارموندنې، د انرژۍ پر تولید، روغتیا او پراختیا منفي اغېز کړی او د هېواد اقتصادي راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
نړیوال بانک چهارشنبه د لړم پر ۲۷مه په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان ۴۶ سلنه کاري ځواک پر کرنې بوخت دی او د هېواد ۹۵ سلنه اوبه پر همدې مصرفېږي.
د راپور له مخې، د اوبو کمښت کرنیز محصولات، مالداري او د کلیوالو کورنیو عاید له ګواښ سره مخ کوي.
نړیوال بانک زیاته کړې چې د سیندونو د اوبو کمېدل د برېښنا د تولید کچه راټیټولی شي او اوبو او برېښنا ته نامنظم لاسرسی پر اقتصادي او تولیدي فعالیتونو اغېز کوي.
نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د څښاک د ناسالمو اوبو کارول او د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی هم د خلکو روغتیا او د ماشومانو وده زیانمنوي.






