۸صبح، نیمروز: په نیمروز کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو ځوان وژل شوی دی.
سرچینو سهشنبه د وږي پر ۲۰مه ویلي چې دغه ځوان پرون د نیمروز د دلارام ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د والیبال لوبې پر مهال له خپل ټولګیوال سره جنجال کړی او د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د دغه ځوان نوم حقداد ښوول شوی دی.
تر اوسه طالبانو په نیمروز کې د دغې پېښې په اړه څه ویلي نه دی.
له دې وړاندې هم د لوبو پرمهال په ځينو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.





